خارجي سفارتونه دې د انتخاباتو ملاتړ ونکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88103-خارجي_سفارتونه_دې_د_انتخاباتو_ملاتړ_ونکړي
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ د انتخاباتو له نتیجې د خارجي سفارتونو او د موسسو د ملاتړ نه کولو غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 21, 2020 04:38 Asia/Kabul
  • خارجي سفارتونه دې  د انتخاباتو ملاتړ ونکړي

ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ د انتخاباتو له نتیجې د خارجي سفارتونو او د موسسو د ملاتړ نه کولو غوښتنه وکړه .

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرايي مشر او د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید عبدالله عبدالله  په هیواد  کښې د خارجي هیوادونو په سفارتونو او  خارجي موسسو غږ وکړ چې د افغانستان د انتخاباتو د موجود مشکل په هکله خپل بې پلویتوب وساتي او د اعلان شوي نتیجې ملاتړ ونکړي .

عبدالله عبدالله د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجې اعلانیدا ته په غبرګون کښې چې ولسمشر اشرف غني یې بریالی اعلان کړی دی د ټاکنو پایلې ونه منلې او ټينګار یې وکړ زمونږ انتخاباتي ډله په ټاکنو کښې بریالۍ شوي ده او زر به یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي .

په عبدالله عبدالله  سربیره د افغانستان ځينو نورو سیاسي ډلو هم د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجه نه مني .