په دوه ورځوکې دعبدالله عبدالله د لوړې د دستورو نېټه اعلانیږي
Feb 21, 2020 12:18 Asia/Kabul
د دې ډلې ویاند فریدون خوځون ویلي، د دوی په همه شموله حکومت کې به ټول قومونه، مهم کادرونه، ټول سیاسي لوري برخه ولري.
د افغان رسندویو له راپور سره سم د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله چې د نهايي پایلو له منلو یې انکار او د یو همه شموله حکومت اعلان کړی دی اوس وايي ډېر ژر به خپله کابینه او د لوړې د مراسمو نېټه اعلان کړي.
د دې ډلې ویاند فریدون خوځون ویلي، د دوی په همه شموله حکومت کې به ټول قومونه، مهم کادرونه، ټول سیاسي لوري برخه ولري.
نوموړي ټینګار کړی چې راتلونکو دوه ورځو کې به د لوړې د مراسمو او نورو مواردو په اړه اعلان وکړي.
خو بلخوا افغان ولسمشر اشرف غني ګواښ کړی دی چې هیڅوک د افغانانو ملي بقا، اساسي قانون او جمهوریت نه شي ګډوډولې .
ټیګونه