کندهار، خوست او سمنګان کښې امنیتي پیښې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88134-کندهار_خوست_او_سمنګان_کښې_امنیتي_پیښې
کندهار کښې دوه (۲) تنه د څلور نوي (۹۴)  کیلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي او په خوست او سمنګان ولایتونو کې یوولس (۱۱) کړۍ ماینونه له منځه وړل شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 22, 2020 09:33 Asia/Kabul
  • کندهار، خوست او سمنګان کښې امنیتي پیښې

کندهار کښې دوه (۲) تنه د څلور نوي (۹۴)  کیلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي او په خوست او سمنګان ولایتونو کې یوولس (۱۱) کړۍ ماینونه له منځه وړل شوې دي.

کندهار کښې دوه (۲) تنه د څلور نوي (۹۴)  کیلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي او په خوست او سمنګان ولایتونو کې یوولس (۱۱) کړۍ ماینونه له منځه وړل شوې دي.

دافغانستان دکورنیو چارو وزارت خبر پاڼه وایي چې، د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د نشه يي توکو ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه تنه د (۹۴) کیلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي شوي دي.

په ضبط شویو نشه يي توکو کې څلور کیلو ګرامه تریاک او (۹۰) کیلو ګرامه چرس شامل دي.

بلخوا خبر پاڼه وایي چې ، پولیسو خوست او سمنګان ولایتونو کې د (۱۱)  کړیو ماینونو او د توپ یوې ګولۍ له چاودنې مخنیوی کړی دی.

د خوست ولایت د قلندر، تڼیو او مندوزیو ولسوالیو په اړوند سیمو کې نهه کړۍ ماینونه او د سمنګان ولایت د فېروز نخچیر ولسوالۍ د (دشت بابه قره پله) په اړوند سیمو کې دوه کړۍ ماینونه د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای شوي ول چې، له چاودنې مخکې د پولیسو لخوا کشف او له منځه یوړل شول.