د افغانستان د ولسمشر د لوړې مراسم وځنډیدل
Feb 26, 2020 04:46 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په کابل کښې د امریکا سفارت ادعا وکړه چې د افغانستان حکومت ومنله چې د ولسمشر اشرف غني د لوړي مراسم وځنډوي .
په کابل کښې د امریکا سفارت پرون په یوې (۱) بیانیې کښې وویل په دې خبرې ټينګار سره چې اوس په سولې باندې د تمرکز وخت دی نه دا چې په انتخاباتي مسائیلو باندې د افغانستان له حکومت څخه د لوړې د مراسمو په ترسره کولو کښې د ځنډ د راوستلو د منلو په خاطر مننه کوي .
له دې مخکې د افغانستان د انتخاباتو د نتیجو له اعلان څخه وروسته له رامینځته شویو جنجالونو سره سره د ولسمشر د لوړې مراسم سبا ترسره کیدونکي وو .
ټیګونه