افغانستان کښې باید د ملي روغې جوړې حکومت جوړ شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88233-افغانستان_کښې_باید_د_ملي_روغې_جوړې_حکومت_جوړ_شي
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو یوه(۱) کاندید او د استخباراتي ادارې پخواني مشر رحمت الله نبیل وویل په هیواد کښې له اوسني بندون د وتلو لپاره باید د ملي روغې جوړې حکومت جوړ شي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 26, 2020 05:12 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې باید د ملي روغې جوړې حکومت جوړ شي

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو یوه(۱) کاندید او د استخباراتي ادارې پخواني مشر رحمت الله نبیل وویل په هیواد کښې له اوسني بندون د وتلو لپاره باید د ملي روغې جوړې حکومت جوړ شي .

هغه پرون د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د  دوو (۲) مخکښو کاندیدانو اشرف غني او عبدالله عبدالله اختلاف ته په اشارې سره وویل ما د اوسني پراخ  او ژور کړکیچ د ختمولو لپاره یو(۱) پلان تیار کړی دی .

رحمت الله نبیتل وویل د افغانستان د اوسني ولسمشر اشرف غني لخوا د حکومت جوړول به په امنیتي ، سیاسي ، اقتصادي او ټولنیزو ډګرونو کښې  ډیر خطرناک کړکیچ رامینځته کړي او د عبدالله عبدالله لخوا د موازي حکومت جوړول جدي خطر دی چې د متحد افغانستان دړې وړې کیدا چټک کوي .

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباو کاندید رحمت الله نبیل وویل د هیواد ټول سیاسي ګوندونه او ډلې او اجرايي مشر باید د ملي روغې جوړې د حکومت د جوړولو او د بین الافغاني خبرو اترو لپاره یو(۱) صلاحیت لرونکی ټیم جوړ کړي .