افغانستان کښې باید د ملي روغې جوړې حکومت جوړ شي
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو یوه(۱) کاندید او د استخباراتي ادارې پخواني مشر رحمت الله نبیل وویل په هیواد کښې له اوسني بندون د وتلو لپاره باید د ملي روغې جوړې حکومت جوړ شي .
هغه پرون د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوو (۲) مخکښو کاندیدانو اشرف غني او عبدالله عبدالله اختلاف ته په اشارې سره وویل ما د اوسني پراخ او ژور کړکیچ د ختمولو لپاره یو(۱) پلان تیار کړی دی .
رحمت الله نبیتل وویل د افغانستان د اوسني ولسمشر اشرف غني لخوا د حکومت جوړول به په امنیتي ، سیاسي ، اقتصادي او ټولنیزو ډګرونو کښې ډیر خطرناک کړکیچ رامینځته کړي او د عبدالله عبدالله لخوا د موازي حکومت جوړول جدي خطر دی چې د متحد افغانستان دړې وړې کیدا چټک کوي .
د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباو کاندید رحمت الله نبیل وویل د هیواد ټول سیاسي ګوندونه او ډلې او اجرايي مشر باید د ملي روغې جوړې د حکومت د جوړولو او د بین الافغاني خبرو اترو لپاره یو(۱) صلاحیت لرونکی ټیم جوړ کړي .