په افغانستان کې تر نن پورې په کروناویروس۳۰شکمن ثبت شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88303-په_افغانستان_کې_تر_نن_پورې_په_کروناویروس۳۰شکمن_ثبت_شوي
د افغانستان حکومت د کرونا ناروغۍ د مخینوي په خاطر پنځویشت میلیون ډالر بیّل کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 28, 2020 13:07 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې تر نن پورې په کروناویروس۳۰شکمن ثبت شوي

د افغانستان حکومت د کرونا ناروغۍ د مخینوي په خاطر پنځویشت میلیون ډالر بیّل کړي دي .

زمونږخبریال د صداي افغان خبری اژانس له قوله راپورراکړ  د افغانستان د هرات ولایت  د عامه صحت  د ادارې مسئولانو وئیلي دي ، تر نن دولسو  بجو پورې دکرونا ویروس  په ککړتیا شکمن دیرش کسان ثبت شوي دي چې  په هغو کې درې ښځې هم شاملې دي .

راپورښئ  په شکمنو کې  یو د یو کس ټست مثبت او د څوارلسو نورو منفي ښودل شوی او دغه راز د پنځلسو  کسانو  آزماینې  به اړونده مسئولان سبا اعلان کړي .

 داپه داسې حال کې دي چې   نن سهار هم  دهرات د روغتونونو ا و کلینیکونو ډاکټرانو  په دغه ولایت کې په کرونا ویروس د ککړو نهو موردونو د پيژندلو خبر ورکړی  ؤ .

 د افغانستان د کابل ، غور ،بغلان ، ننګرهار او هرات ولایتونو د لسو شکمنو کسانو آزمیښتونه چې  آزمیښت ځایونو یا لیبارټریو ته لیږدول  شوي ،  منفی ښودل شوي دي .

 د  افغانستان د روغتیائی چارو وزارت پرون اعلان کړی ، چې  په کابل کې پنځه ، په هرات کې درې ، په غور ولایت کې یو  او  په بغلان ولایت کې هم یو کس په کرونا ویروس ککړ ښودل شوي دي  البته  په آزمیښتونو کې روښانه شوې چې  دغه کسان په کرونا ویروس ککړ  شوي نه دي .

 دم ګړۍ  د  روغتیائي چارو وزارت  د  اعلامیې په اساس  په هرات کې یوازې یو کس په کرونا ویروس ککړ دی . د افغانستان حکومت د کرونا ناروغۍ د مخینوي په خاطر   پنځویشت میلیون ډالر بیّل کړي دي .

Image Caption