د داعش پشمول ترهه ګروډلو سره به سوله ونه کړي
د افغانستان د ولسمشر څرګندونې په داسې حال کې دي ، چې ټاکل شوې نن به قطر کې د سیمې او نړۍ د ځينو هیوادونو د یو شمیر چارواکو په شتون سره د امریکا او طالبانو ترمینځ دسولې تش په نامه موافقه لاسلیک شي .
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ ، د افغانستان ولسمشر اشرف غني بیګا د افغانستان له والیانو سره په ویډیوئي کنفرانس کې له طالبانو وغوښتل ، ځان دې له ترهه ګرو ډلو جلا کړي .
د افغانستان ولسمشر وئیلي ، له طالبانو ډلې سره د امریکا دسولې موافقې لاسلیک کولو مشروط دي او دکابل حکومت مرحلې په مرحلې شرط لري .
د افغانستان د ولسمشر څرګندونې په داسې حال کې دي ، چې ټاکل شوې نن به قطر کې د سیمې او نړۍ د ځينو هیوادونو د یو شمیر چارواکو په شتون سره د امریکا او طالبانو ترمینځ دسولې تش په نامه موافقه لاسلیک شي .
یوه داسې موافقه چې تر دې دمه ئې د افغانستان او د دغه هیواد د ولس لپاره هیڅ نتیجه نه ده درلودلې او امریکایان هماغه راز له ترهه ګرۍ سره دجنګ په پلمه په دغه هیواد کې خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي .