له پاکستانه افغان کډوال پخپلې خوښې بیرته ګرځي
دوئيلو ده په افغانستان کې د شخړو اوترینګلتیاؤ په کلونو کې کابو اوه میلیونه ا فغان کډوال دژوند دژغورنې په تمه پاکستان او ایران ته تللي او د ملګروملتو د اعلامیې په اساس پاکستان ، ایران او ترکیه د نړۍ تر ټولو زیات کډوال منونکي هیوادونه دي .
تسنیم خبری اژانس د جیو نیوز ټيلیویژنی چینل له قوله راپور ورکړی ، دپاکستان حکومت له دغه هیواده د افغان کډوالو پخپلې خوښې د بیرته ستنیدا دلړۍ دپيلیدا خبر ورکړی او وئيلي ئې دي ، د افغان کډوالو لومړنۍ ډله خپل هیواد ته بیرته ستنه شوې ده .
ټاکل شوې ده ، چې دملګروملتو په ملګرتیا سره هر هغه افغان کډوال ته چې دپاکستان له خاورې وځي ، د مرستې په توګه دوه سوه ډالر د سفر لګښت ورکول کیږي.
د پاکستان د خارجه زوارت د اعلان په اساس ، خپل هیواد ته د افغان کډوالو د بیرته ستنیدا بهیر به تر نومبر پورې دوام ولري .