په افغانستان کې داعش ډله باید له مینځه لاړه شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88449-په_افغانستان_کې_داعش_ډله_باید_له_مینځه_لاړه_شي
په افغانستنا کې د اعش ګواښ د تهران او اسلام اباد ګډه اندیښنه ده چې باید سترګې پرې پټې نشي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 05, 2020 11:08 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې داعش ډله باید له مینځه لاړه شي

په افغانستنا کې د اعش ګواښ د تهران او اسلام اباد ګډه اندیښنه ده چې باید سترګې پرې پټې نشي .

ایرناخبر ي آژانس راپور ورکړی،د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي نن دپآکستان په مشرانو جرګې کې په سیمې کې له ترهه ګرو په تیره بیا له داعش ډلې سره په مبارزې کې د اسلامی ایران د دریځونو په قدرونې سره ووئيل،په افغانستنا کې د اعش ګواښ د تهران او اسلام  اباد ګډه  اندیښنه ده  چې باید سترګې پرې پټې نشي .

د پاکستان خارجه وزیر بیګا هم د اسلامی ایران له خارجه وزیرمحمد جواد ظریف سره په ټيلیفوني تماس کې د افغانستان د روستیو بدلونونو په باب خبرې اترې کړي دي .

 قریشي زیاته کړې،ایران اوپاکستان له افغانستان سره اوږدې ګډې پولې لري  او مونږ  په دغه هیواد کې د داعش بالقوه ګواښ خپله ګډه اندیښنه ګڼو .

 دپاکستان  خارجه وزیر په دغه ټيلیفوني تماس کې وئيلي،په افغانستان کې د بې ثباتۍ او ناکراریو دوام  به ددغه هیواد دخلکو د کډوالۍ  او ګاونډیو هیوادونو ته د خوریدا لامل شي .