په افغانستان کې په کروناویروس ککړاتیاشکمن کسان پيژندل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88452-په_افغانستان_کې_په_کروناویروس_ککړاتیاشکمن_کسان_پيژندل_شوي
فیروز په دې خبرې سره چې د هوائي الوتونو په برخې کې هیڅ ډول محدودیّت نشته،ټينګار کړی،په کابل،کندهار،بلخ،هرات او نیمروزکې په درملیزو مرکزونو او هوائي ډګرونو کې د کروناویروس دکنټرولولو ځانګړي برخې جوړي کړائ شوي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 05, 2020 11:59 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې په کروناویروس ککړاتیاشکمن کسان پيژندل شوي

فیروز په دې خبرې سره چې د هوائي الوتونو په برخې کې هیڅ ډول محدودیّت نشته،ټينګار کړی،په کابل،کندهار،بلخ،هرات او نیمروزکې په درملیزو مرکزونو او هوائي ډګرونو کې د کروناویروس دکنټرولولو ځانګړي برخې جوړي کړائ شوي دي .

آناتولي خبري اژانس راپورورکړی، د افغانستان د روغتیائي چارو وزیر فیروز الدین فیروز  نن په کابل کې په یولړ څرګندونو کې  ددې خبرې په کولو سره چې د کرونا ویروس له خپریدو وروسته له ګاونډیو هیوادونو د افغان ښاریزو  ورتلل زیات شوي دي ، ووئیل ،  افغانستان  د کرونا ویروس له خطرې سره  دمخامخو هیوادونو په ګاونډ کې دی ،ځکه ئې دغه خطره  ګواښي .

 فیروز په دې خبرې سره چې  د هوائي الوتونو په برخې کې هیڅ ډول محدودیّت نشته،ټينګار کړی،په کابل،کندهار،بلخ،هرات او نیمروزکې په درملیزو مرکزونو او هوائي ډګرونو کې د کروناویروس دکنټرولولو ځانګړي برخې  جوړي کړائ شوي دي .

 د افغانستان  دروغتیائي چارو وزیر  په دغه هیواد کې د  سږکال نوروز د اختر  د دستورو په باب هم ووئیل ،خلک دې  خپل تګ راتګ او غونډیدا محدوده کړي او  دنورو د نمانځنې په دستورو کې دې ګډون نه کوي .

 همدرااز د افغانستان ولسمشر اشرف غني  هم پرون  د حکومتی کابینې په غونډې کې وئيلی دي،د کروناویروس د خوریدا د مخنیوي او د احتیاطي تدبیرونو  دغوره کولو لپاره  لازمه ده څو ښاریز د هغو لارښونو په اساس چې  د روغتیائي چارو وزارت له خوا اعلان شوي دي،عمل وکړي او درست حکومتي اورګانونه  دې  د روغتیائي چارو له وزارت سره ملګرتیا وکړي او د دغه ویروس د خوریدا دمخنیوي لپاره دې نوی تدبیرونه غوره کړي .