د امریکائي پوځیانوله وتلو روسته طالبان بیا قدرتمند کیدلی شي
د ټرمپ دغه څرګندونې پرون په داسې حال کې مطرح شوي چې له دې مخکې روسیې په افغانستان کې د طالبانو له قدرتمنیدا سره مخالفت کړی دی .
فارس خبری آژانس راپور ورکړی،د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ له طالبانو سره د سولې د تش په نامه موافقې له لاسلیک کیدا څو ورځې وروسته بیا وئيلي دي،دغه ډله په زیات احتمال سره له افغانستانه د امریکا ئي عسکرو له وتلو وروسته پياوړي کیدلی شي .
راپورښئ د ټرمپ دغه څرګندونې پرون په داسې حال کې مطرح شوي چې له دې مخکې روسیې په افغانستان کې د طالبانو له قدرتمنیدا سره مخالفت کړی دی .
د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وئیلي دي، ماسکو به په افغانستان کې د قدرت انحصار هیڅ:له هم ونه مني هغه وئيلي دي مونږ په دې اند یوو چې افغانستان په جمهوری توګه اداره شي،خو دا موضوع پخپله افغانانو ته ورګرځي چې په دې حوزې کې څرنګه فیصله کوي .
د طالبانو ډلې او امریکایانو ترمینځ د قطر په دوحې کې د سولې تش په نامه داسې وخت شوي ، چې له دغې موافقې دوه ورځې وروسته په افغانستان کې هم طالبانو تاؤتریخوالي زیات کړل او هم امریکائي پوځ بمباریو ته هماغه راز دوام ورکړی دی .
امریکا او متحدانو ئې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه له تیرو نولسو کلونو راهسې افغانستان تر پښو لاندې کړی ، خو په دغه هیواد کې ترهه ګري او بې ثباتي ورځ تربلې لاپسې زیاتیږي او زیاتره شناندي او کارپوهان ئې مسئولیت پر امریکائي ترهه ګر پوځ ورچوي .