په افغانستان کې د سیاسی شرایطو پیچلتیا
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88534-په_افغانستان_کې_د_سیاسی_شرایطو_پیچلتیا
په داسې شرایطو کې امریکا اندیښمنه ده چی په افغانستان کی د سیاسی کړکیچ دوام له طالبانو سره د سپینې ماڼۍ د سولې په موافقې منفی اغیزې وشیندي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 09, 2020 11:47 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د سیاسی شرایطو پیچلتیا

په داسې شرایطو کې امریکا اندیښمنه ده چی په افغانستان کی د سیاسی کړکیچ دوام له طالبانو سره د سپینې ماڼۍ د سولې په موافقې منفی اغیزې وشیندي

د افغان ولسمشر اشرف غني او اجراییه مشرعبد ا... عبد ا... ترمینځ د امریکا او نورو بهرنیو ډیپلوماټانو له بی نتیجې میانځګړیتوب وروسته عبد ا... عبد ا... له اشرف غنی سره په مصالحې نه کولو ټینګار وکړ .او وروستی راپورونه وایی چی اشرف غنی او عبد ا... عبد ا... جلا جلا د لوړې دستورې ترسره کړي دی . 

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواکه کمیشن لخوا د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د بریالی په توګه د اشرف غنی په معرفی کولو پسې  عبد ا... د دغې نتیجې په ردولو سره وویل د درغلیو په نتیجې کې رامینځته شوې حکومت نه مني اوپه افغانستان کی به یو پراخ او ټول ګډونه حکومت جوړ کړي چی هغه په لومړني اقدام کی د سرپل ولایت لپاره نوی والی معرفی کړ چی یولړ غبرګونونه یې راوپارول .

عبد ا... د موازی حکومت د جوړولو لپاره د خپلې سټراټیجۍ په چوکاټ کې نیت لري د خپل حکومت مرکزیت د افغانستان په شمال کی  ورګرځوي چی دودیز نفوذ پکې لري . په همدې اساس ده چی ټاکل شوی ده عبد ا... د افغانستان د نورو شمالی ولایتونو لپاره نوی والیان وټاکي .

په افغانستان کی د سیاسی درز په زیاتیدا او د موازی حکومت  په جوړولو د عبد ا... ټینګار او هغه هم  د بین الافغانی خبرو اترو د ترسره کولو له وخت سره یو ځای  ، نو ځکه د امریکا ځانګړې استازې خلیل زاد کابل ته لاړ او له غنی او عبد ا...سره د انتخاباتو د نتیجو د کړکیچ په اړه خبرې وکړې چی د لوړې د دو دستورو د ترسره کولو لپاره فیصله ښی چی د هغو د مصالحې لپاره د سپینې ماڼۍ پروګرام بې نتیجې دی .

په افغانستان کې سیاسی کړکیچ په داسې حال کی زیاتیږي چی ټاکل شوی وه له طالبانو ډلې سره د مدنی ټولنې او حکومت بین الافغانی خبرې اترې ترسره شي چی د دغو اختلافاتو دوام به له طالبانو سره د  خبرو اترو لپاره د سیاسی اجماع د رامینځته کیدا او د کابل حکومت د خبرو اترو کونکی پلاوی د جوړیدا خنډ شي .

په داسې شرایطو کې امریکا اندیښمنه ده چی په افغانستان کی د سیاسی کړکیچ دوام له طالبانو سره د سپینې ماڼۍ د سولې په موافقې منفی اغیزې وشیندي . همداراز دا احتمال موجود دې چی که په افغانستان کی سیاسی کړکیچ کم نشی نو له طالبانو سره به د افغان دولت او ګوندونو د خبرو اترو لپاره زمینې له مینځه لاړې شي .

په داسې شرایطو کې په افغانستان کی په ملی ګټو د ولاړ سیاست لرلید  ناهیلې کونکې شوې دې .