افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۸-۱۲-۱۷
له هر څه مخکښې به په تېره هفته کښې د دغو دواړو هېوادونو ډېرو مهمو خبرونو او بدلونونو ته يوه کتنه وکړوو او بيا به څو تحليلي رپوټونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړوو. نو ښه ده پام ورته وکړئ.
وړومبې هم د ډېرو مهمو خبرو عنوانونو ته پام وکړئ:
په افغانستان کښې د جنګ بندۍ لپاره د امريکې او طالب ډلې موافقه، د طالب بنديانو د آزادولو لپاره په فېصله کولو کښې د امريکې په نه صلاحيت تاکيد، د طالبانو او امريکې د صلحې د موافقې د ځينو مفادو په اړه د اشرف غني منفي ردعمل،د افغان حکومت په رسميت نه پېژندلو په باره کښې د طالب ډلې دريځ، د پاکستان د خارجه وزير په څرګندونو د کابل نيوکه، په هند کښې د مسلمانانو د قتل عام په اړه د پاکستان سخت غبرګون، او د طالب ډلې او امريکې ترمېنځ د صلحې د موافقې له لاسليکېدو څخه د پاکستان د وزيراعظم هرکلے په تېره هفته کښې د افغانستان او پاکستان له ډېرو مهمو خبرونو او بدلونونو څخه وو.
بالاخره په افغانستان کښې د جنګ له نه بنديدو څخه د اندېښنو باوجود د يو کال له کوټلو خبرو اترو وروسته امريکې او طالبانو د تش په نامې صلحې موافقه لاسليک کړه.
د افغانستان په چارو کښې د امريکې خاص استازی زلمي خليلزاد او د طالب ډلې سياسي مرستيال ملا عبدالغني د فرورۍ په نهويشتمه د قطر په پائتخت دوحه کښې په يو لړ مراسمو کښې د مختلفو هېوادونو د چارواکو او استازيو په شتون سره په افغانستان کښې د جنګ د ختمولو لپاره د صلحې موافقه لاسليک کړه.
د دغې موافقې له مخې ټاکل شوې ده امريکائي او بهرني ځواکونه په افغانستان کښې د تاوتريخوالي او تشدد په کمولو باندې د طالبانو د پابندۍ په شرط په راتلونکو څوارلسو مياشتو کښې په کامله توګه له دغه هېواد اوځي.
همدارنګ د دغه موافقه ليک په مفاد کښې راغلي دي چې دغه موافقه د افغانستان د اسلامي امارات چې د واشنګټن لخوا په رسميت نه دے پېژندل شوے او د طالب ډلې په نامه پېژندل کيږي او امريکې ترمېنځ لاسليک شوې ده.
همدارنګ د دغه موافقه ليک د لاسليکېدو له مراسمو سره په يو وخت د امريکې د دفاع وزير د افغانستان د ولسمشرۍ په ارګ ماڼۍ کښې وويل، په خپلو ژمنو باندې د طالانو د نه پابندۍ په صورت کښې به واشنګټن دغه موافقه ليک لغو کړي.
د امريکې او طالبانو ترمېنځ موافقه ليک په داسې حالاتو کښې لاسليک شوے چې د دغې ډلې لخوا د جنګ د دوام په اړه په افغانستان کښې يو لړ اندېښنو په دې موافقې سيورے اچولے دے.
دې ته په پام سره چې په ۲۰۱۵ کال کښې د طالب ډلې د بنسټ اېښودونکي ملا محمد عمر له مرګه وروسته طالبان په څو ډلو ووېشل شول او د طالبانو له اصلي ټولګې څخه دوه ډلې بيلې شوې. دا اندېښنه موجوده وه چې د دغې موافقې د لاسليکېدو باوجود به په افغانستان کښې جنګ بند نه شي.
د ملا عمر له مړينې او د جانشينۍ په سر د جنګ له راڅرګندېدو څو مياشتې وروسته د طالبانو له اصلي ټولګې څخه د دوو ډلو جدا کېدل د دې سبب شول چې په اوس حال کښې د افغانستان په جنګ کښې د طالبانو په نامه درې ډلې رول ولري.
د دغو حالاتو شتون د دې سبب شو چې په افغانستان کښې خلق، حکومت او مختلفې سياسي او قومي ډلې له امريکې سره د طالبانو د اصلي ډلې د موافقې باوجود په دغه هېواد کښې د جنګ د دوام په باره کښې سخت اندېښمن اوسي.
په همدې وجه ده چې په تېرو دوو کلونو کښې د افغانستان زياترو خلقو او سياسي او رسانه اي ټولنو د صلحې په خبرو اترو کښې د شتون لپاره له طالبانو د جدا شويو ډلو د بلنې په لازموالي تاکيد لرۀ او له طالبانو جدا شوې ډلې يې په دغه هېواد کښې د صلحې د هر ډول موافقې لپاره ګواښ معرفي کړ.
په افغانستان کښې د تاوتريخوالي د کمولو د يوې اونيزې طرحې چې د امريکې او طالبانو ترمېنځ د صلحې د موافقې له لاسليکېدو نه يوه ورځ مخکښې ختمه شوه تجربه د دغو اندېښنو د صحيح والي يوه نښه وه.
د تاوتريخوالو د کمولو د طرحې له مخې ټاکل شوې وه امريکه او طالبان په تېره يوه هفته کښې د افغانستان په مختلفو سيمو کښې خپل عمليات اودروي چې خپرو شويو رپوټونو اوښودله چې د دغه هېواد په ځينو ولايتونو کښې د طالب ځواکونو لخوا په دغه موده کښې په لسګونو تريخجن عمليات او اقدامات شوي دي.
فرضاً په افغانستان کښې د تاوتريخوالو د کمولو د موافقې په خلاف ورزۍ کښې د طالب اصلي ډلې کسانو په نه مداخلت سره په تېره يوه هفته کښې په نښتو او تاوتريخوالو کښې له طالبانو څخه د بيلو شويو ډلو برخه اخېستل د امريکې او د طالبانو د اصلي ډلې د استازيو د صلحې د موافقې لپاره يو ستر مشکل دے.
له امريکې سره د طالبانو د صلحې د موافقې لپاره له دغې ډلې څخه د بيل شويو ګروپونو ګواښ او همدارنګ په افغانستان کښې د داعش شتون ته په پام سره له دې وروسته په دغه هېواد کښې د نښتو د عواملو تشخيص او له هغو څخه هرېډلې يا د طالبانو اصلي ډلې ته يې نسبت ورکول په ډېر ګران وي چې دغه مسئله د دوحې د صلحې موافقه له سختې ماتې سره مخامخوي.
د افغانستان ولسمشر په دغه هېواد باندې د روا نظام په توګه په جمهوري نظام باندې تاکيد وکړ.
محمد اشرف غني د نېټو له مشر ينس سټولټنبرګ او د امريکې د دفاع له وزير مارک اسپر سره په ګډ خبري کانفرنس کښې د واشنګټن او طالبانو د صلحې د موافقې د ځينو مفادو په اړه په منفي غبرګون کښې وويل، د افغانستان روا نظام جمهوري نظام دے نه اسلامي امارت او طالبان پکار دےله مريکې سره په موافقه ليک کښې په خپلو ژمنو پابند اوسي.
افغان ولسمشر دې ته په پام سره چې د صلحې په بهير کښې د دغه هېواد د امنيتي ځواکونو رول به ډېر مهم وي، زياته کړه افغانستان له امريکې سره نويو ژمنو ته زيات ضرورت نه لري او هغه موافقه ليک چې مخکښې د لوئې جرګې لخوا تائيد شوے ؤ هم هغه شان په ځاے پاتے دے.
د طالب ډلې او امريکې د صلحې د موافقې د ځينو مفادو په اړه د اشرف غني منفي غبرګون د هغو پراخو اندېښنو په چوکاټ کښې دے چې د دغه هېواد خلق، حکومتي چارواکي او سياسي ډلې يې د دغې موافقې له مفادو او متن څخه لري.
افغان چارواکي د صلحې په موافقه ليک کښې د طالبانو د غورځنګ په ځاے د اسلامي امارت د نوم ځاے کولو ته اندېښمن دي.طالب ډلې په افغانستان کښې د جنګ بنياد په دغه هېواد کښې په تېرو تقريباً دريو لسيزو کښې د اسلامي امارت د ټينګولو په هدف سره وګرځوۀ او نتيجه يې د دغه هېواد د زرګونوخلقو وژل کېدل، د زيات شمېر بې کوره کېدل د بېخ بناو ړنګېدل او دغه هېواد ته د نيواکګرو د ننوتلو د زمينې برابرېدل شول.
دې ته په پام سره چې په افغانستان کښې د عامه نظر او غوښتنې په اپوټه د طالب ډلې لخوا په دغه هېواد کښې د اسلامي امارت د جوړولو هدف د افغانستان په کورنيو چارو کښې د پرديو د مداخلت په وجه د راپېدا شويو ټولو مشکلات سبب شو ، د د وحې په موافقه ليک کښې طالبانو د غورځنګ د لفظ په ځاے د اسلامي امارت د لفظ بيا راتلل د دغه هېواد د خلقو او حکومت لپاره دا ځل د صلحې د پردې لاندې د يو وحشتناکې بلا بيا ستنېدل کېدې شي.دې ته په پام سره چې ټاکل شوې ده طالبان له امريکې د صلحې له موافقې وروسته بين الافغاني خبرو اترو راودانګي دا اندېښنه شته چې دغه ډله په افغانستان کښې د اسلامي امارت د جوړولو لپاره په خپل دريځ باندې د ټينګار کوشش وکړي چې په دې حالاتو کښې د طالبانو ورپسې غوښتنه د اسلامي امارت له موضوع سره په سمون خوړونکي هدف سره د اساسي قانون د بدلون دےچې دا مسئله د افغانستان له ملي امنيت او ګټو سره په تضاد کښې ده. په همدې وجه ده چې د افغانستان د ولسمشر د ملي امنيت صلاحکار حمدا... محب ه د غني په شان يو دريځ کښې په دغه موافقه کښې د اسلامي امارت له لفظ سره سخت مخالفت کړے دے.
په دغو حالاتو کښې له طالب ډلې سره په خبرو اترو او د صلحې د موافقه ليک په برابرولو کښې د افغانستان د استازيو د شتون د لازموالي په اړه د دغه هېواد د حکومت د تاکيداتو علت په ښه ډول درک کېدې شي. داسې ښکاري لکه چې طالبان د بين الافغاني احتمالي خبرو اترو په بهير کښې په اسلامي امارت باندې تاکيد وکړي او د افغانستان د اساسي قانون منلو ته تيا نه وي په دغه هېواد کښې د جنګ د واقعي خاتمې په لار کښې يو نوے مشکل رامنځته کيږي.
له امريکې سره د طالبانو د مذاکراتي ټيم لوړ رتبه غړي وويل، دغه ډله د افغانستان تپل شوے حکومت په رسميت نه پېژني.
شېر محمد عباس ستانکزي د اشرف غني په مشرۍ له اوسني افغان حکومت څخه د امريکې د ملاتړ په غندلو سره وويل، د دغه هېواد خلق له حکومته راضي نه دي او غېر قانوني يې بولي.
د طالب ډلې دغه لوړرتبه غړي د امريکې او طالب ډلې د موافقه ليک له لاسليکېدو وروسته وويل، دغه ډله به د افغان ډلو ترمېنځ خبرو اترو کښې کوشش وکړي چې داسې يو حکومت چېد ټولو افغانانو د قبول وړي غوره شي.
په دې اړه چې طالب ډله د افغانستان حکومت په رسميت نه پېژني له امريکې سره د صلحې په خبرو اترو کښې د دغې د ټيم د لوړ رتبه غړي وېنا د طالبانو د تېر دريځ تکرار دے چې هيله کېده له سپينې ماڼۍ سره د صلحې د موافقه ليک په لاسليکېدو او د بين الافغاني خبرو اترو د زمينې په برابرېدو سره بدل شوے وي.
په دې اړه د طالبانو د پاليسۍ دوام چې افغان حکومت په رسميت نه پېژني دا اندېښنه رامنځته کړې ده چې دغه ډله له امريکې سره د موافقې په لاسليکولو سره په دغه هېواد کښې د بدلونونو نوي دور ته د ننوتلو باوجود خپلې پالېسۍ نه دي بدلې کړې.د افغان حکومت په رسميت نه پېژندلو په اړه د شېر محمد ستانکزي لخوا د داسې دريځ په اعلانولو سره دا پوښتنه مطرح کيږي چې د بين الافغاني خبرې اترې چې ټاکل شوېوه له امريکې سره د دغې ډلې له موافقې وروسته شروع شي څه برخليک به پېدا کړي؟
له امريکې سره له موافقې وروسته د طالب ډلې لخوا علان شوي دريځونه چې د افغان حکومت لخوا د بين الافغاني خبرو ترو له شروع کولو نه مخکښې د دغې ډلې د بنديانو د آزادېدو او د دغه هېواد د حکومت په رسميت پېژندلو لازموالے پکښې شامليږي ښودنه کوي چې د اټکلونو له مخې د افغانستان د ملي ګټو، امنيت او حاکمي په اپوټه د دغه موافقه ليک د بندونو په تدوينولو کښې د سپينې ماڼۍ کارکردګي ده.
د امريکې او طالبانو ترمېنځ د صلحې د موافقې له لاسليکېدو نه مخکښې تل دا اندېښنه موجوده وه چې په دغه موافقه کښې سپينه ماڼۍ يوازې په افغانستان کښې د جنګ د ختمولو، د صلحې د ټينګېدو او د طالب ډلې لخوا د دغه هېواد د اساسي قانون د منلو د کيفيت په باره کښې د دغه هېواد د حکومت د نظر وړ پېرمېټرونو د ځاے کولو ضرورت ته بې له پامه له افغانستانه د وتلو لپاره د يوې لارې په لټه کښې وي چې د دغې ډلې وروستي دريځونه د دغو اندېښنو د صحيح والي ښودونه کوي.
د افغان حکومت په رسميت نه پېژندلو په اړه د طالب ډلې د مذاکراتي ټيم د لوړ رتبه غړي دريځ دغه احتمال مضبوط کړے دے چې دغه ډله د اساسي قانون په شمول د افغانستان په جوړښت کښې د بنيادي بدلونونو د رامنځته کېدو په لټه کښې ده چې خپل اوچ فکر نظريات په دغه جوړښت کښې ځاے کړے شي چې دا مسئله په دغه هېواد کښې له عمومي غوښتنو سره په تضاد کښې ده.
داسې ښکاري د شير محمد عباس لخوا د داسې يو دريځ په اعلانولو سره د بين الافغاني خبرو اترو کېدل يو داسې سراب دے چې د رامنځته کېدو اصلي ګرم يې د امريکې حکومت دے چې له طالب ډلې سره په موافقه کښې يې د دغې ډلې لخوا د افغانستان د اساسي قانون د منلو، د حکومت په رسميت پېژندلو او کابل ته د طالب بنديانو د آزادۍ لپاره فېصلې سپارلو لازموالے يې په دغې موافقې کښې نه دے ګرځولے.
------------