په ننګرهارکی لس زره ټنه چاودیدونکي توکي ونیول شول
د ننګرهار والي وویل له دغو چاویدونکو توکیو او نورو وسایلو څخه د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې ددولت د مخالفینو له لورې د نا امنیو په پيښو کې کار اخیستل کیده .
زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ د افغانستان د ننګرهاروالي شاه محمود میاخیل د دی ولایت د ملی امنیت ادارې له مشر جنرال نظرعلي واحدي سره په ګډه خبري ناسته کې وویل ،د ملی امنیت د ادارې کارکونکو د ډیورنډ پولې ته څیرمه د تورخم په ښار کې په ټریلر کې بار لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي چې د نوموړي پر وینا له ګاونډي هیواد پاکستانه ورو ړل شوي و، کشف کړل .
والي وویل ددغو چاودیدونکو توکیو د لیږد په تور یی دوه تنه هم نیولي چې پوښتنې ترې روانې دي . د ننګرهار والي وویل له دغو چاویدونکو توکیو او نورو وسایلو څخه د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې ددولت د مخالفینو له لورې د نا امنیو په پيښو کې کار اخیستل کیده .شاه محمود میاخیل وویل د ملی امنیت ادارې کارکوونکو همدارنګه څلور داعشیان او اوه طالب وسله وال هم په بیلابیلو عملیاتوکې نیول شوي چې تر توقیف لاندی دي .