د افغانستان حکومت یوشمیر طالب بندیان خوشي کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88570-د_افغانستان_حکومت_یوشمیر_طالب_بندیان_خوشي_کوي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل ولسمشر اشرف غني له زندانونو څخه د طالبانو ډلې د یوشمیر بندیانو د خوشي کولو او د هغوې د بښلو حکم لاسلیک کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 11, 2020 08:23 Asia/Kabul
  • د افغانستان حکومت یوشمیر طالب بندیان خوشي کوي

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل ولسمشر اشرف غني له زندانونو څخه د طالبانو ډلې د یوشمیر بندیانو د خوشي کولو او د هغوې د بښلو حکم لاسلیک کړی .

هغه وویل د افغانستان ولسمشر اشرف غني یو(۱) حکم لاسلیک کړی دی کوم به  چې د کابل د حکومت او د طالبانو ترمینځ د خبرواترو د پیلیدا لپاره له منل شوي چوکاټ سره سم د طالبانو د بندیانو د خوشي کیدا لپاره اسانتیا برابره کړي .

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل که چیرې طالبان د هیواد په حکومتي عسکرو باندې له بریدونو ډډه وکړي نو د کابل حکومت د پینځه زره (۵۰۰۰) طالب بندیانو په خوشي کولو هم غور کولای شي .

د افغانستان پینځو (۵) حکومتي چارواکو وویل ټاکل شوي ده روانه روانۍ د طالبانو کابو زر (۱۰۰۰) بندیان له زندانونو خوشي شي .

ټاکل شوي ده چې طالبانو ډله هم د افغانستان زر (۱۰۰۰) حکومتي عسکر خوشي کړي .

دغه راز د امریکا یوه(۱) چارواکي پرون وویل چې په افغانستان کښې له دوو (۲) اډو یعني  هلمند او هرات څخه  د واشنګټن د عسکرو وتل پیل شوي دي .

امریکا غواړي چې په افغانستان کښې  خپل ترټولو اوږد جنګ پاې ته ورسوي.

 واشنګټن له طالبانو سره په قطر کښې د لاسلیک شوي موافقې د شرطونو پراساس ویلي دي چې ټول خارجي عسکر به په څوارلسو (۱۴) میاشتو کښې له افغانستان څخه ووځي .

له طالبانو سره د امریکا د موافقې پراساس واشنګټن به لومړۍ تر جولاۍ میاشتې پورې د خپلو عسکرو شمیر له دولس زرو (۱۲۰۰۰) څخه اته زره شپږ سوه (۶۸۰۰) ته راکم کړي او په دغه هیواد کښې له شلو(۲۰) هوايی اډو څخه به پینځه (۵) اډې هم وتړي .