د ۱۵۰۰ طالبانو د خوشې کولو پرېکړه ځنډول شوي
د طالبانو ډلې یوه ویندوي ذبیحا... مجاهد هم پرون روېټرز خبري اژانس ته ویلي دي د دوی بندیان باید لکه څرنګه چې د امریکا او طالبانو په موافقه کې ئې ذکر شوی، له وار مخکې شرطونو پرته خوشې شي.څو د بین الافغاني خبرو لپاره لاره هواره شي که داسې نه وي نو بین الافغاني خبرې نه شوني ښکاري .
زمونږخبریال د خبرو سرچینو له قوله راپورراکړ په داسې حال کې چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ځانګړي فرمان کې د یو زر پنځه سوه بندي طالبانو د خوشي کولو امر کړی ، خو خبرې سرچینې د کابل حکومت له خوا ددغو طالب بندیانو د خوشې کېدو دفیصلې دځنډيدا خبر ورکوي .
له دې سره په یوو خت روېټرز خبري اژانس هم راپو رورکړی ، دطالب بندیانو په خوشې کېدو کې ځنډ ،د یو لړ اختلافاتو په دلیل دی .
په راپور کې وئيل شوي دي ، د افغانستان د ملي امنیت شورا ویندوی جاوېد فیصل په یولړ څرګندونو کې په اختلافاتو په داده کیدا سره وئيلي دي ،اختلاف پر دې دی چې څومره کسان خوشې شي او دا ضمانت څرنګه کېدلائ شي چې دوي به بیا د جګړې ډګر ته نهستنېږي، البته د بندیانو لیسټونه د برابریدو په حال کې دي او حکومت هڅه کوي د سولې بهیر له کومو ستونزو سره مخامخ نشي .
دا په داسې حال کې دي ، چې د طالبانو ډلې یوه ویندوي ذبیحا... مجاهد هم پرون روېټرز خبري اژانس ته ویلي دي د دوی بندیان باید لکه څرنګه چې د امریکا او طالبانو په موافقه کې ئې ذکر شوی، له وار مخکې شرطونو پرته خوشې شي.څو د بین الافغاني خبرو لپاره لاره هواره شي که داسې نه وي نو بین الافغاني خبرې نه شوني ښکاري .