د افغانستان د حکومتي استازو او طالبانو ترمینځ خبرې وشوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i88825-د_افغانستان_د_حکومتي_استازو_او_طالبانو_ترمینځ_خبرې_وشوې
د افغانستان د حکومت او د طالب ډلې د استازو ترمینځ و ویډیو کانفرنس له لارې د دواړو لورو د بندیانو د تبادلې د څرنګوالي په هکله د نظر تبادله وشوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 24, 2020 01:56 Asia/Kabul
  • د افغانستان د حکومتي استازو او طالبانو ترمینځ خبرې وشوې

د افغانستان د حکومت او د طالب ډلې د استازو ترمینځ و ویډیو کانفرنس له لارې د دواړو لورو د بندیانو د تبادلې د څرنګوالي په هکله د نظر تبادله وشوه.

د افغانستان د حکومت او د طالب ډلې د استازو ترمینځ و ویډیو کانفرنس له لارې د دواړو لورو د بندیانو د تبادلې د څرنګوالي په هکله د نظر تبادله وشوه.

د آوا خبري آژانس په لیکنه، د افغانستان د ملي امنیت د شورا د دفتر د خبرپاڼې له مخې په دغه ټیلیفوني اړکه کښې دواړو لورو د تاوتریخوالي د کمي، نیغ په نیغه خبرواترو او د پراخ او دایمي اوربند په هکله خبرې اترې وکړې.

طالبان د افغانستان له جیلونو څخه په یو ځاې د خپلو کابو پنځو زرو قیدیانو د آزادۍ غوښونکې دي خو افغان حکومت یې نه مني او په تدریجي آزادۍ یې ټینګار لري.

په دغه ویډیو کانفرنس کښې د امریکې او قطر استازو هم شتون درلود.