افغانستان د نورو هیوادونو د سیالۍ ډګر نه دی
Mar 24, 2020 03:24 Asia/Kabul
د افغانستان پخواني ولسمشر له امریکې وغوښتل چې د افغانستان خاوره دې له نورو هیوادونو سره د مقابلې او سیالۍ لپاره نه کاروي.
د افغانستان پخواني ولسمشر له امریکې وغوښتل چې د افغانستان خاوره دې له نورو هیوادونو سره د مقابلې او سیالۍ لپاره نه کاروي.
حامد کرزي پرون وویل: په افغانستان کښې د امریکې پوځي شتون پکار دي په دې هیواد کښې د پيوستون د ټینګښت او د ثبات د پياوړتیا او په سیمه کښې د همپالنې سبب شي نه دا چې ناامنۍ او د جنګ پراختیا ته لمن ووهي.
هغه د افغانستان د صلحې د بهیر د ګړندي کولو په لړ کښې د ګاونډي هیوادونو د دلچسپۍ په هرکلي سره وویل: د افغانستان د صلحې او ثبات له بهیر سره د مرستې لپاره د سیمې او ګاونډي هیوادونو ملګرتیا، هم د افغانستان او هم د سیمې د هیوادونه په ګټه ده.
ټیګونه