د افغانستان دوو شخصیتونو د مرکچي پلاوي ملاتړ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89014-د_افغانستان_دوو_شخصیتونو_د_مرکچي_پلاوي_ملاتړ_وکړ
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر او د بلخ پخواني والي او د جمعیت اسلامي اجرايي مشر عطا محمد نور له طالبانو سره د بین الافغاني خبرواترو د پلاوي د جوړولو د ملاتړ په ترڅ کښې ټینګار وکړ سوله او د جنګ ختمیدل د هیواد د خلکو حیاتي لومړیتوب دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 01, 2020 00:20 Asia/Kabul
  • د افغانستان دوو شخصیتونو د مرکچي پلاوي ملاتړ وکړ

اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر او د بلخ پخواني والي او د جمعیت اسلامي اجرايي مشر عطا محمد نور له طالبانو سره د بین الافغاني خبرواترو د پلاوي د جوړولو د ملاتړ په ترڅ کښې ټینګار وکړ سوله او د جنګ ختمیدل د هیواد د خلکو حیاتي لومړیتوب دی .

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر پرون وویل د ټولو لپاره د منلو وړ ، دوامداره او حقیقي سوله به له طالبانو سره د بین الافغاني خبرواترو له لارې امکان ولري .

هغه وویل د بین الافغاني  خبرو اترو پلاوی له تجربه لرونکو شخصیتونو څخه جوړ دی او ټول د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام او سولې ته ژمن دي .

د افغانستان د بلخ پخواني والي او د جمعیت اسلامي اجرايي مشر عطا محمد نور هم پرون له طالبانو سره د کابل د حکومت د مرکچي پلاوي د ملاتړ په اعلانولو سره هیله وکړه د هیواد ټول سیاسي  او مذهبي شخصیتونه او ګوندونه دغه نتیجې ته رسیدلي دي چې جنګ حل لاره نه ده او باید زر تر زره جګړه ختمه شي او خلک ارامښت ته ورسیږي .