مشعل
تورخم او سپین بولډک لارې د درېیو ورځو لپاره پرانیستل کېږي
Apr 04, 2020 13:00 Asia/Kabul
د تورخم او سپین بولډک لارې به د درې ورځو لپاره له یوه لوري پرانیستې وي.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل په خپل يو ټوئيټ کښې لیکلي، دا لارې به د راتلونکې دوشنبې (اپریل۶مې- تر۹مې ) پرانیستې وي.
ده زیاته کړه هره ورځ به د تورخم او سپین بولډک له لارې زرګونو تنو د اوښتو زمینه برابره شي.
ټیګونه