کورونا ویروس د افغانستان په صادراتو اغیز شیندلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89111-کورونا_ویروس_د_افغانستان_په_صادراتو_اغیز_شیندلی
د کورونا وایروس خپریدا او د هغه منفي پایلو د افغانستان په اقتصاد منفي اغیز کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 05, 2020 08:58 Asia/Kabul
  • کورونا ویروس د افغانستان په صادراتو اغیز شیندلی

د کورونا وایروس خپریدا او د هغه منفي پایلو د افغانستان په اقتصاد منفي اغیز کړی دی .

د افغانستان د تجارت او د پانګونې د کوټې مرستیال خان جان الکوزي په کابل کښې ایرنا خبري اژانس ته وویل د کورونا وایروس د خپریدا او د زعفران د قالینو ، میوو او د معدني موادو په شمول د محصولاتي شیانو بندیز او د تجارت او د ټرانسپورټ د برخې د فعالیت بندیدا د دغه هیواد اقتصاد ته په میلیونونو ډالره تاوان رسولی دی .

هغه وویل د کورونا وایروس خپریدا د افغانستان د صادراتو بهیر بند کړی دی او د  هیواد سوداګرانو ته هره ورځ په میلیونونو ډالره تاوان رسیږي .

خان جان الکوزي پاکستان ، هند ، ترکیې ، متحده عربي اماراتو ، سعودي عربستان او چین ته د افغانستان د هوايي او ځمکنیو لارو بندیدا ته په اشارې سره وویل له دې سره سره له ایران اسلامي جمهوریت څخه افغانستان ته د خوراکي شیانو د واریدا بهیر په عادي ډول دوام لري او له ایران څخه وړه او نور خوراکي مواد افغانستان ته ورځي .

په افغانستان کښې د کورونا وایروس په اړه بل خبر دا چې د کډوالو د چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي په ایران کښې په کورونا وایروس د ککړو افغان ښاریزو په مفت ډول د درملنې په قدرونې سره وویل  په ایران کښې له هستوګنه افغان کډوالوسره د ایران مرستې تل انسان دوستانه او له سخاوت څخه ډکې وې او دي .

د افغانستان د کډوالو د وزارت ویاند عبدالباسط انصاري هم د کورونا وایروس له کبله په ایران کښې د افغانستان د پنځوسو (۵۰) ښاریزو د مړ کیدا د خبر په ردولو سره وویل د دغه خبر د خپرولو هدف د ایران او د افغانستان د اړیکو خرابول دي .