افغانستان:پاکستان ته د داعش د خراسان ډلې مشر نه سپارو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89241-افغانستان_پاکستان_ته_د_داعش_د_خراسان_ډلې_مشر_نه_سپارو
پر اسلم فاروقي د ډېرو هغو عملیاتو تور دی چې په نتیجه کې يې ګڼ شمېر ملکي افغانان او عسکر قرباني شوي دي او له ده سره به د افغانستان د قوانینو په بنسټ چلند وشي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 11, 2020 06:48 Asia/Kabul
  •  افغانستان:پاکستان ته د داعش د خراسان ډلې مشر نه سپارو

پر اسلم فاروقي د ډېرو هغو عملیاتو تور دی چې په نتیجه کې يې ګڼ شمېر ملکي افغانان او عسکر قرباني شوي دي او له ده سره به د افغانستان د قوانینو په بنسټ چلند وشي.

د افغانستان د باندنیو چارو وزارت د پاکستان هغه غوښتنه رد کړې ده چې وايي، د داعش خراسان ډلې نیول شوی مشر اسلم فاروقي دي دوی ته وسپارل شي.

د افغانستان د باندنیو چارووزارت لخواپه خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان غوښتنه یې په کتبي ډول ترلاسه کړې ده، خو په وینا یې اسلم فاروقي د داعش ډلې هغه مشر دی چې تر ټولو ډېر جنایتونه یې په افغانستان کې ترسره کړي دي.

خبرپاڼه وايي، پر اسلم فاروقي د ډېرو هغو عملیاتو تور دی چې په نتیجه کې يې ګڼ شمېر ملکي افغانان او عسکر قرباني شوي دي او له ده سره به د افغانستان د قوانینو په بنسټ چلند وشي.

د افغانستان د باندنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې له پاکستان سره د بندیانود تبادلې کوم تړون نه لري او اسلم فاروقي به هم ورته ونه سپاري.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ پاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل احضار کړی او ترې غوښتي یې وو چې د داعش پاکستاني مشر اسلم فاروقي په پاکستان کې دګڼو عملیاتو رهبري کړي او نوموړی باید اسلام اباد ته وسپارل شي.