د افغانستان ولسمشر د سلګونو افغان زندانیانو د آزادۍ حکم ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89640-د_افغانستان_ولسمشر_د_سلګونو_افغان_زندانیانو_د_آزادۍ_حکم_ورکړ
د افغانستان ولسمشر په دغه هیواد کښې د سلګونو زندانیانو د آزادولو حکم صادر کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 27, 2020 12:08 Asia/Kabul
  • د افغانستان ولسمشر د سلګونو افغان زندانیانو د آزادۍ حکم ورکړ

د افغانستان ولسمشر په دغه هیواد کښې د سلګونو زندانیانو د آزادولو حکم صادر کړ.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ نن د آزاد شویو بندیانو کره شمیر ته له اشارې پرته وویل چې د زندانیانو د بخښنې حکم د غوي د اتمې یعنې د شوروي ځواکونو د تیري په وړاندې د افغانستان د خلکو د برحقه جهاد د بریالیتوب د کلیزې په مناسبت د ولسمشر اشرف غني له خوا صادر شوی دی.

د افغانستان د کال هیندارۍ له مخې د غوي د میاشتې اتمه نیټه د شوروي تیري ګرو خلاف د افغان مجاهدینو د بریالیتوب د کلیزې په مناسبت عمومي رخصتي ده.

د افغانستان حکومت په دې مناسبت هر کال مختلف پروګرامونه اجرا کوي خو سږ کال د کرونا د خپریدو په وجه ټول پروګرامونه لغو شوې دي.

د افغانستان ولسمشر له دې مخکښې د وري د میاشتې په اوومه نیټه هم د کرونا د مخنوي په موخه د لسو زرو زندانیانو د آزدولو حکم صادر کړی و.

ولسمشر اشرف غني پر دې سربیره د طالب ډلې د یونیم زر زندانیانو د آزادۍ حکم ورکړی دی چې له مخې یې تراوسه پنځه نیم سوه (۵۵۰) طالب قیدیان له جیلونو خوشې کړې شوې دي.