طالبانو په دوو میاشتو کې ۳۳۷ عامه افغانان وژلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89721-طالبانو_په_دوو_میاشتو_کې_۳۳۷_عامه_افغانان_وژلي_دي
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي چې د امریکې-طالبانو ترمنځ د صلحې تړون له لاسلیکه وروسته دغې ډلې د فبروري له ۲۹ څخه د اپریل تر ۱۹مې پورې سلګونه عامه افغانان وژلي يا ژوبل کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 01, 2020 02:11 Asia/Kabul
  • طالبانو په دوو میاشتو کې ۳۳۷ عامه افغانان وژلي دي

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي چې د امریکې-طالبانو ترمنځ د صلحې تړون له لاسلیکه وروسته دغې ډلې د فبروري له ۲۹ څخه د اپریل تر ۱۹مې پورې سلګونه عامه افغانان وژلي يا ژوبل کړي دي.

د ملي امنیت شورا د طالبانو له خوا ولسي وګړو ته د مرګ‌‌ژوبلې اړولو او د هغوی یرغملولو ته په اشارې سره ویلي چې دغه ډله د سولې د راوستلو په برخه کې د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلې ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي چې د فبروري په ۲۹مه په قطر کې د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې تړون له لاسلیکېدو وروسته "۳۳۷ ولسي وګړي وژل شوي، ۴۵۲ نور زخمي شوي او طالبانو ۱۶۴ ولسي افغانان یرغمل کړي دي".

 وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې یې امریکا او د هغې متحدین  د سولې له تړون څخه په سرغړونې تورن کړي وو.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ټولنې (یوناما) هم روانه اونۍ په خپل رپوټ کې وویل چې د ۲۰۲۰ په لومړیو دریو میاشتو کې د ۱۵۰ ماشومانو په ګډون ۵۳۳ تنه ولسي وګړي په افغانستان کې وژل شوي او ۷۶۰ نور ژوبل شوي دي.

یوناما د ولسي افغانانو د مرګ‌ژوبلې ۵۵ فیصده مسولیت د افغانستان د دولت د وسله‌والو مخالفینو په غاړه اچولی او ویلي یې دي چې دغو وسله‌ولو ډلو په تېرو دریو میاشتو کې ۲۸۲  عامه وګړي وژلي او ۴۲۸ یې ژوبل کړي دي.په دې رپوټ کې طالبان د ۳۹ فیصده ولسي مرګ‌ژوبلې مسول بلل شوي دي.