د خوست امنیې قوماندان په چاودنې کې ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89924-د_خوست_امنیې_قوماندان_په_چاودنې_کې_ووژل_شو
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین هم ددغه قوماندان وژل تایید کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 08, 2020 00:23 Asia/Kabul
  • د خوست امنیې قوماندان په  چاودنې کې ووژل شو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین هم ددغه قوماندان وژل تایید کړي دي.

زمونږخبریال  د افغانستان د خبرو سرچینو  له قوله راپورراکړ  دافغانستان د خوست ولایت دامنیې قوماندان  د وسله والو طالبانو په یوه برید کې له  درو نورو پولیسو سره یو ځاي وژل شوی دی.

د خوست والي محمد حلیم فدایي  رسنیو ته وئيلي دي ، وسله والو طالبانو د پیشمني پر مهال د نادرشاه کوټ ولسوالۍ  په اړوند  شمبوات  سیمې کې د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی و، چې  دغه شخړه روانه وه او د امنیې قوماندان او نور پولیس سیمې ته روان وو ، چې  په لاره کې ئې پر ګاډي  چاودنه وشوه .

دخوست وائي دغه راز وئيلي ، په دغې چاودنې کې د امنیې قوماندان مل پاسوال سید محمد بابازی ، دهغه سکرتر او یو  عسکر وژل شوي او یو بل ساتونکی ئې  سخت ټپي دی چې  مرګي حاله راپور شوی دی .

د افغانستان  د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین هم ددغه  قوماندان وژل  تایید کړي دي.   وسله والو طالبانو  دخبر تر مخابیره کیدا پورې  په دې اړه څه نه دي ویلي.

داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان دبشری حقوقو کمیشن په یوې وروستۍ اعلامیې کې وئيلی دي ، دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې د روژې دمبارکې میاشتې له پیلیدا راهسې تر دې دمه   دطالبانو په حملو اوبمي چاودنو کې د ماشومانو او ښځو پشمول ۴۳تنه وژل شوي او کابو ۷۳نور ټپیان شوي دي .