لغمان کښې د وسله والو طالبانو استخباراتي مسئول ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89971-لغمان_کښې_د_وسله_والو_طالبانو_استخباراتي_مسئول_ووژل_شو
د لغمان چارواکو د طالب ډلې د استخباراتو د مسئول د وژل کېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 10, 2020 08:32 Asia/Kabul
  • لغمان کښې د وسله والو طالبانو استخباراتي مسئول ووژل شو

د لغمان چارواکو د طالب ډلې د استخباراتو د مسئول د وژل کېدو خبر ورکړ.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زۍ وایی تیره شپه امنیتی ځواکونو په یو کمین کښې د الیشنګ ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د استخباراتو مسول عمر خاطر وژلی او د هغه مرستیال فواد یاسر یي ژوبل کړے دے  نوموړي وویل په دغه عملیاتوکښې امنیتی ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده رسیدلې دل غمان د والي ویاند وویل وژل شوے تن د نا امنۍ په ګڼو پیښو کښې په لاس لرلو تورن ؤ.  وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.