لغمان کښې د وسله والو طالبانو استخباراتي مسئول ووژل شو
May 10, 2020 08:32 Asia/Kabul
د لغمان چارواکو د طالب ډلې د استخباراتو د مسئول د وژل کېدو خبر ورکړ.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زۍ وایی تیره شپه امنیتی ځواکونو په یو کمین کښې د الیشنګ ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د استخباراتو مسول عمر خاطر وژلی او د هغه مرستیال فواد یاسر یي ژوبل کړے دے نوموړي وویل په دغه عملیاتوکښې امنیتی ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده رسیدلې دل غمان د والي ویاند وویل وژل شوے تن د نا امنۍ په ګڼو پیښو کښې په لاس لرلو تورن ؤ. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ټیګونه