طالبانو په افغانستان کښې د بریدونو د زیاتولو خبرداری ورکړ
په داسې حال کښې چې د افغانستان حکومت د طالب بندیانو د آزادولو بهیر اودرولی دی، د دغې ډلې ویاند خبرداری ورکړ چې که زندانیان یې خوشې نه شي نو خپلې حملې به سختې کړي.
په داسې حال کښې چې د افغانستان حکومت د طالب بندیانو د آزادولو بهیر اودرولی دی، د دغې ډلې ویاند خبرداری ورکړ چې که زندانیان یې خوشې نه شي نو خپلې حملې به سختې کړي.
د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد پرون ای، بي، سي نیوز ته د طالبانو له خوا د حملو د زیاتیدو په هکله وویل چې دغه ډله نن سبا د خپل جنګي ظرفیت څلویښت فیصده کاروي.
مجاهد هم داشان خبردارې ورکړ چې که کابل د طالبانو ۵ زره زندانیان د شوې موافقې سره سم آزاد نه کړي نو دغه ډله به خپلې حملې زیاتې کړي.
دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند پرون په یوه خبري غونډه کښې د طالب زندانیانو د آزادۍ د بهیر د بندیدو خبر ورکړی دی.
فیصل څرګنده کړه چې طالبانو تراوسه ۱۷۱ زندانیان خوشې کړې دي چې یوازې ۱۰۵ تنه په کښې د افغانستان امنیتي ځواکونه دي او ترڅو چې د طالبانو له خوا د آزاد شویو ځواکونو شمیر د موافقې وړ ۲۰۰ تنو ته ونه رسي، د طالب بندیانو د آزادۍ بهیر هم بندیږي.