د کابل او ننګرهار حملې د طالبانو کار نه دی
طالبانو په وروستیو حملو کښې د دغې ډلې د لاس لرلو په هکله د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د څرګندونو په غبرګون کښې وویل چې دغې ډلې د ملکي وګړو په وژله کښې هیڅ دخالت نه دی لرلی.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د طالب ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د کابل په لویدیځ کښې په یو روغتون باندې او په ننګرهار ولایت کښې د جنازې په مراسمو باندې پرونیو حملو ته په اشارې سره، د اشرف غني حکومت د داعش ترهګرې ډلې له حملو سره په مقابلې کښې په ناتوانۍ تورن کړ او ویې ویل چې دا ډول بریدونه د دغې تکفیري ډلې له خوا کیږي.
یاده دې وي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون په یو ټیلیویژني پروګرام کښې داعش ترهګره ډله او طالبان په ننګرهار او کابل کښې د شویو بریدونو مسئول بللې وو.
په کابل کښې په روغتون باندې د شوې حملې پړه داعش ترهګرې او تکفیري ډلې منلې ده.