د افغانستان نو زیږی ماشوم څرنګه ووژل شو
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په پلازمینې کابل کښې په دشت برچي سیمه کښې د ماشومانو د زیږیدا په یوه (۱) روغتون د داعش تکفیري ترهګرې ډلې په حملې کښې چې وړمه ورځ یې کړي وه څو کسان وژل شوي او ژوبل شوي وو .
د کابل د ماشومانو د زیږیدا په دغه روغتون کښې یو (۱) داسې ماشوم هم مړ شوی چې د مور له اوو (۷) کلونو دعاګانو وروسته خدای پاک دغه مور ته ورکړی وو .
د افغانستان اوه ویشت (۲۷) کلنې میرمنې زینب وویل ما اوه (۷) کاله خدای پاک ج ته سوال او زارې وکړې چې یو(۱) بچی راکړي او خدای پاک په ما باندې رحم وکړ او یو (۱)ماشوم یې راکړ او ما د هغه نوم« امید» کیښود خو هغه په دشت برچي کښې په روغتون د د داعش ترهګرې ډلې په برید کښې ووژل شو .
میرمن زینب وویل د بچي له زیږیدا وروسته زه چمتو کیدم چې خپل کلي بامیان ته لاړه شم چې په دې وخت درې (۳) کسان چې د پولیسو دریشې یې اچولي وې د ماشومانو د زیږیدا روغتون ته ورننوتل او هلته یې ډزې پیل کړې چې له کبله یې زما نو زیږی ماشوم هم ووژل شو کوم چې له برید څلور (۴) ساعته مخکې زیږیدلی و .
د ویلو ده چې ترهګرو ډلو په تیره بیا داعش او حقاني ډلو په افغانستان کښې له تیرو څو کلونو راهسې د بې ګناه خلکو وژلې ته دوام ورکړی او حتی په جوماتونو ، امامباړو ، روغتونونو هم رحم نه کوي او په روژې مبارکې میاشت کښې هم بې ګناه خلک په ډزو او بمونو سره وژني .