امریکا په افغانستان کښې د جنګ اصلي عامله ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90124-امریکا_په_افغانستان_کښې_د_جنګ_اصلي_عامله_ده
د افغانستان د لویدیځ د علماؤ شورا مشر امریکایان په دغه هیواد کښې د جنګ د پراختیا او د خلکو د وژلې اصلي عاملین وبلل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 17, 2020 02:13 Asia/Kabul
  • امریکا په افغانستان کښې د جنګ اصلي عامله ده

د افغانستان د لویدیځ د علماؤ شورا مشر امریکایان په دغه هیواد کښې د جنګ د پراختیا او د خلکو د وژلې اصلي عاملین وبلل.

د آوا خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د غرب د علماؤ شورا مشر پرون په دغه هیواد کښې د جنګ او ناامنۍ له دوامه اندیښنه وښودله او ویې ویل: امریکایان په افغانستان کښې د بریدونو د ختمیدو او د صلحې د ټینګیدو غوښتونکي نه دي او له دې لارې غواړي چې خپل پوځي شتون ته پلمه ولري.

مولوي خداداد صالح هم داشان په کابل او ننګرهار کښې وروستۍ ترهګرې حملې وغندلې او له اشرف غني او عبد ا... عبد ا... یې وغوښتل چې خپل اختلافات ختم کړي او په هیواد کښې زرترزره صلحه ټینګه شي.

هغه هم داشان له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کښې خپلې حملې او د جنګ دوام بس کړي او له بین الافغاني ډلو سره د صلحې لاره هواره کړي.