ایران د افغانستان بې ثباته کونکی نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90216-ایران_د_افغانستان_بې_ثباته_کونکی_نه_دی
د امریکا ددفاعي اطلاعاتو ادارې پخپل راپور کې لیکلی دي ،د افغانستان په باب دایران سټراټژيکه موخه هماغه شان په دغه هیواد کې د مرکزي حکومت ساتل او د خپلو ختیځي پولو په اوږدو کې د تل پاتې امنیت خوندي ساتل دي .
(last modified 2026-02-21T08:28:14+00:00 )
May 21, 2020 04:57 Asia/Kabul
  • ایران د افغانستان بې ثباته کونکی نه دی

د امریکا ددفاعي اطلاعاتو ادارې پخپل راپور کې لیکلی دي ،د افغانستان په باب دایران سټراټژيکه موخه هماغه شان په دغه هیواد کې د مرکزي حکومت ساتل او د خپلو ختیځي پولو په اوږدو کې د تل پاتې امنیت خوندي ساتل دي .

د امریکا نیشنل اننټرسیټ  خبری چینل  راپور ورکړی ، ددغه هیواد دفاعي اطلاعاتو  ادارې د افغانستان د جنګ په باب  په یوه راپور کې وئيلی دي ،دمایک پمپئو  دادعا په اپوټه   ایران هیڅکله هم د افغانستان  په بې ثباته کولو پسې نه دی .

  ددغې اطلاعاتي ادارې په راپور کې  ددې خبرې په کولو سره چې  ایران  د افغانستان په بې ثباته کولو پسې نه دي ،د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو  ادعا  رد کړې  ده

د امریکا ددفاعي  اطلاعاتو ادارې  پخپل راپور کې لیکلی دي ،د افغانستان په باب دایران سټراټژيکه موخه هماغه شان  په دغه هیواد کې د مرکزي حکومت ساتل او د خپلو ختیځي پولو په اوږدو کې  د تل پاتې امنیت  خوندي ساتل دي .

 دغه امریکائي  اورګان د په افغانستان کې د ایران د موخو په تشریح کولو کې داعش د له مینځه وړلو،په سیمې کې د امریکا له شتون سره د مخالفت او د اقتصادي ګټود تامینولو په څير مودونو ته  اشاره  نه ده کړې .

د  امریکا ددفاعي اطلاعاتو ادارې زیاته کړې ده چې  ایران  له سیاسی او اقتصادي پلوه د افغانستان  له حکومت سره  تعامل درلودلی دی .

Image Caption

 

 د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو  په جنورۍ  میاشت کې  مدعی شوی ؤ ، ایران  د افغانستان دسولې  دبهیر د کمزوري کولو هڅه کوي  او  دا هیواد د  افغانستان او دسیمې د ثبات لپاره یو ګواښ شمیرل کیږي .