په افغانستان کې د اوربند دوام دسولې لپاره اړین دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90331-په_افغانستان_کې_د_اوربند_دوام_دسولې_لپاره_اړین_دی
د امریکائي چارواکي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي،چې د افغانستان حکومتي چارواکو ، سیاسی او مذهبی شخصیتونو او ولس په کرتو واشنګټن ،ددغه هیواد د بیخ بینائيو دتباه کیدا او د عامو خلکو د وژلو او د جنګ د اصلی عامل په توګه ګڼلی او ټينګار ئې کړی دی ، امریکا په افغانستان کې دجنګ ختمول نه غواړي ، ځکه چې واشنګټڼ هڅه کوي خپل ناکام پوځي شتون توجیه کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 26, 2020 08:15 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د اوربند دوام دسولې لپاره اړین دی

د امریکائي چارواکي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي،چې د افغانستان حکومتي چارواکو ، سیاسی او مذهبی شخصیتونو او ولس په کرتو واشنګټن ،ددغه هیواد د بیخ بینائيو دتباه کیدا او د عامو خلکو د وژلو او د جنګ د اصلی عامل په توګه ګڼلی او ټينګار ئې کړی دی ، امریکا په افغانستان کې دجنګ ختمول نه غواړي ، ځکه چې واشنګټڼ هڅه کوي خپل ناکام پوځي شتون توجیه کړي .

زمونږخبریال د آریا نیوز خبري آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان ولسمشر نن سهار د ملی مصالحې دلوړې شورا دمشر عبدا... عبدا..او دپخواني ولسمشرحامد کرزي کور ته ورغی او دوي ته ئې د  نیکمرغه کوچني اختر مبارکي ووئيله .

 راپور ښئ اشرف غني  په دغو لیدوکاتو کې له دغو مشرانو سره د طالبانو د درې ورځني اور بند ،له بنده ددغې ډلې د بندیانو د خوشي کیدا،له طالبانو سره دسولې  دخبرواترو او د قطرد ناکامې  موافقې  په باب بحث او دنظر تبادله کړې ده .

Image Caption

 

 دافغانستان ولسمشرله دې مخکې د نیکمرغه کوچني اخترپه شپوورځوکې د طالبانود  اور بند په هرکلي سره هیله ښودلې وه ددغې ډلې دغه اقدام،د جنګ دپاي او له طالبانو سره دبین الافغاني ډلو د سولې د خبرواترو پيلامه شي .

 داپه داسې حال کې دي چې امریکا یوځل بیا دعمومي افکارو دغولولو لپاره د طالبانو له اوربنده د اشرف غني د هرکلی ستاینه کړې په دې اړه ئې له افغان ولسمشراو د ملی مصالحې د لوړې شورا له مشر سره ټيلیفوني خبرې هم کړي دي .

د امریکائي چارواکي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي،چې د افغانستان  حکومتي چارواکو،سیاسی او مذهبی  شخصیتونو  او ولس په کرتو  واشنګټن ،ددغه هیواد د بیخ بینائيو  دتباه کیدا  او د عامو خلکو د وژلو او د جنګ د اصلی  عامل په توګه ګڼلی  او ټينګار ئې کړی دی ، امریکا په افغانستان کې دجنګ ختمول نه غواړي ، ځکه  چې واشنګټڼ  هڅه کوي  خپل ناکام پوځي شتون توجیه کړي .