د افغانستان په بګرام کې یو بل امریکائی پوځي هلاک شو
په افغانستان کې د مسلمانانو سپيڅلتیاؤ ته د سپکاویو ، ناکراریو او دنشه ایزو موادو د تولید زیاتیدا او د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو د جنایتونو دوام چې تر دې دمه ئې په لسګونو زره عام خلک قربانیان شوي دي ، په افغانستان کې د امریکائي پوځيانو دشتون نتیجې دي .
تسنیم خبری اژانس راپورورکړ د امریکا جنګ وزارت پنټاګان بیګا د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ډګرمن ټراورّس راؤن بومن د کابل به شمال کې د وسلوالو په حملې کې وژل شوی دی .
ددې خبر نور جزیات نه دي خپرۀ شوياو کومې ډلې هم دغه پيښه نه ده منلې .
د افغانستان په چارو کې د امریکا پلټونکي ادارې سیګار په همداوروستیوکې په یوه راپور کې وئيلي وو، د روان کال په لومړنیو درو میاشتو کې په افغانستان کې د طالبانو په حملو کې اوه امریکائي عسکر وژل شوي او یولس نور ټپیان شوي دي .
له ۲۰۰۱کال یعني په افغانستان د امریکائي پوځ له یرغل وخت راهسې تردې دمه چېددغه هیواد د ولس او سیاستوالانو سخته غوسه او کرکه ئې راولاړه کړې ده،د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې کابو دوه نیم زره امریکائي ترهه ګرپوځیان هلاک شوي او په زرګونونور ټپیان شوي دي .
په افغانستان کې د مسلمانانو سپيڅلتیاؤ ته د سپکاویو ، ناکراریو او دنشه ایزو موادو د تولید زیاتیدا او د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو د جنایتونو دوام چې تر دې دمه ئې په لسګونو زره عام خلک قربانیان شوي دي ، په افغانستان کې د امریکائي پوځيانو دشتون نتیجې دي . د افغانستان ولس اوزیاتره چارواکو او سیاستوالانو په دغه هیواد کې د امریکا په مشرۍ دبهرنیو عسکرو شتون ، د خپل هیواد دناکراریو او ترینګلتیاؤ اصلي عامل بللی او دنیواکګرو زرترزره بیرته ستنیدا غوښتنې ئې کړي دي .