طالبانو د افغانستان څوارلس عسکر ووژل
May 29, 2020 08:09 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن وویل د طالبانو غړو د پکتیا ولایت په خوا کښې په «ډنډه پټان» ولسوالۍ کښې د پوځ د سرحدي ځواکونو په یوې (۱) پوستې حملې سره څوارلس (۱۴) پوځیان ووژل او درې (۳) نور ژوبل هم کړل .
د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو ډلې مرګ ژوبلو ته له اشارې پرته وویل حکومتي عسکر بریالي شول چې د دغه ډلې حمله په شاوتمبوي .
د افغانستان د پوځ په سرحدي ځواکونو باندې د طالبانو ډلې حمله په داسې حال کښې شوي ده چې د دغه ډلې یو (۱) پلاوی له حکومت سره د خبرو اترو لپاره همدا اوس په پلازمینې کابل کښې دی .
بل خبر دا چې د افغانستان امنیتي ځواکونو په کابل ښار کښې د حقاني ترهګرې ډلې دوه (۲) مهم غړي ونیول .
ټیګونه