د افغانستان حکومت له طالبانو سره په خبرو ټینګار وکړ
طلوع نیوز ټیلي ويژن چینل راپور ورکړ دافغانستان د سولې په چارو کښې د حکومت د وزارت ویاندې میرمن ناجیه انوري له طالبانو سره د بیلابیلو ډلو ترمنځ د سولې د خبرواترو په ضرورت ټینګار وکړ .
هغې پرون په یوه(۱) خبري کانفرنس کښې وویل د اشرف غني حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرواترو پیلولو ته چمتو دی چې زر تر زره په دغه هیواد کښې په چټکۍ سره جنګ پاې ته ورسیږي او اوربند ټینګ شي .
د افغانستان د سولې په چارو کښې د حکومت د وزارت ویاند ناجیه انوري دغه راز د ملي روغې جوړې د لوړې شورا د جوړښت د څرنګوالي په هکله چې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو چوکاټ ټاکي ډاګینه کړه دغه شورا به د هیواد له مطرحو سیاسي شخصیتونو جوړه وي او د دغه بهیر په سترو مسائلو څارنه کوي .
که څه هم د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله دوه (۲) اونۍ مخکې د دغه شورا د کار د پیلیدا خبر ورکړ خو تراوسه د دغه شورا د عمومي ټولنې او د رهبرۍ غړي نه دي معرفي شوي .
د افغانستان حکومت د دغه شورا جوړیدل له طالبانو سره د سولې د بهیر د پرمخ بیولو لپاره مهم ګام ګڼي .