د کابل حکومت نور اوه ویشت طالب بندیان خوشي کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90640-د_کابل_حکومت_نور_اوه_ویشت_طالب_بندیان_خوشي_کړل
ټاکل شوې ده ، د زرو حکومتي بندیانو د خوشي کولو په بدل کې د کابل حکومت پنځه زره طالب بندیان خوشي کړي . دا په داسې حال کې دي چې طالبانو ډله او امریکائي لوري په همداوروستیو کې یو بل د قطر د موافقې په خلاف ورزۍ هم تورن کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 09, 2020 09:10 Asia/Kabul
  • د کابل حکومت نور اوه ویشت طالب بندیان خوشي کړل

ټاکل شوې ده ، د زرو حکومتي بندیانو د خوشي کولو په بدل کې د کابل حکومت پنځه زره طالب بندیان خوشي کړي . دا په داسې حال کې دي چې طالبانو ډله او امریکائي لوري په همداوروستیو کې یو بل د قطر د موافقې په خلاف ورزۍ هم تورن کړي دي .

زمونږخبریال  د صدای افغان خبری آژانس له قوله  راپور راکړی ،د افغانستان د هرات والی سید عبدالوحید قتالي نن په یولړ څرګندونو کې  وئيلی دي ، د افغانستان ولسمشر په یوه فرمان کې د افغانستان په لویدیځ کې د هرات له زندانه  د سولې په بهیر کې د چټکتیا په خاطر   ددغو  طالب بندیانو د خوشي کولو امر کړی دی .

سید عبدالوحید قتالي روښانه کړې ده ، خوشي شوي بندیانو ژمنه کړې ده ، بیرته دجنګ  ډګر ته نه ستنیږي  او د  اوور بند او د جنګ دختمیدو لپاره هڅه کوي .

 دافغانستان  حکومت تر دې دم ه د طالبانو کابو دوه زره اوه سوه بندیان خوشي کړي او دغې ډلې هم  کابو څلور سوه بندي حکومتی ماموران خوشي کړي دي .