د افغانستان سوله اوثبات د سیمې لپاره اړین دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90641-د_افغانستان_سوله_اوثبات_د_سیمې_لپاره_اړین_دی
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خیلیزاد سره لیدنه کړې او د افغانستان د سولې دبهیر د پرمختګ او د دوو اړخیزو اړیکو په باب خبرې اترې کړي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 09, 2020 09:20 Asia/Kabul

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خیلیزاد سره لیدنه کړې او د افغانستان د سولې دبهیر د پرمختګ او د دوو اړخیزو اړیکو په باب خبرې اترې کړي دي .

 زمونږخبریال د د نیا نیوز خبری سایټ له قوله راپور  راکړ  د پاکستان  د پوځ عمومی قوماندان جنرال  قمر جاوید باجوه چې  نن په یوه ورځني سفر  کابل ته تللی د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره ئې لیده کاته کړي او وئيلي ئې دي ، دافغانستان سوله اوثبتا د  دسیمې په تیره بیا د پاکستان سوله  او ثبات دی او که دغه ګاونډی هیواد ثبات ونه لري ،  نو درسته سیمه ورځيني کړیږي.

 جنرال باجوا  چې د  پاکستان دپوځ داستخباراتي ادارې ائي ایس آئي  مشر هم ورسره ملګری دی ، ټاکل شوي  ځينو نورو لوړ پوړو  افغان سیاسی او پوځي  چارواکو سره هم لیده کاته وکړي .

ددې کتنې نور جزیات د خبر ترمخابیره کیدا پورې نه دی خپره شوي .

 داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان  په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم چې  له ۲۰۰۸کاله تر ۲۰۱۲کال پورې په کابل کې د دغه هیواد سفیر  هم پاتې شوی خپل رسمي کار پیل کړی او پخپلو لومړنیو  فعالیتونو کې ئې  د  افغانستان په  چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي  زلمي خیلیزاد سره لیدنه کړې او د ا فغانستان د سولې دبهیر  د پرمختګ او د دوو اړخیزو اړیکو په باب خبرې اترې کړي دي .