د اشرف غني او عبدالله اختلافات بیا په رابرسیره کیدا دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90642-د_اشرف_غني_او_عبدالله_اختلافات_بیا_په_رابرسیره_کیدا_دي
دافغانستان په پوځ کې د مارشل درجه له جنرال څخه هم لا لوړه درجه ده او دا یوازې دوه ځله پوځي مقام ته ورکړل شوې ده چې د لومړي ځل لپاره شاولی خان او او دوهم ځل هم محمد قسیم فهیم ته ورکړل شوي ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 09, 2020 09:47 Asia/Kabul
  • د اشرف غني او عبدالله اختلافات بیا په رابرسیره کیدا دي

دافغانستان په پوځ کې د مارشل درجه له جنرال څخه هم لا لوړه درجه ده او دا یوازې دوه ځله پوځي مقام ته ورکړل شوې ده چې د لومړي ځل لپاره شاولی خان او او دوهم ځل هم محمد قسیم فهیم ته ورکړل شوي ده .

زمونږخبریال  د افغانستان د طلوع نیوز خبری چینل له قوله راپور راکړ ، د افغانستان د ولسمشر  اشرف غني  او د مصالحې د عالی شورا   د مشر عبدا... عبدا....  ترمینځ یو ځل بیا  جنرا عبدالرشید دوستم  ته د  مارشلۍ د درجې  د ورکولو په سر د  اختلافاتو ګونګوسې زیاتې شوي دي .

وئيل کیږي ، ټاکل شوې  وه ، اشرف غني  خپل فرمان  د افغانستان د ملی او اسلامی جنبش  د مشر لپاره  دافتخاري مارشل  په روتبې سره   خپل فرمان صادر کړي ، خو عبدا.. عبد ا...  د افتحاري  د ټکي له لیکلو سره مخالفت کړی دی .

د افغانستان   ولسمشر  او د ملی مصالحې د لوړې شورا مشر  له څو میاشتنیو اختلافاتو رووسته د قومي مشرانو په مینځګړیتوب سره د قدرت په ویشلو سره  دغه   اختلافات پاي ته رسولي او د د واړو ترمینځ په موافقې کې د جنرال عبدالرشید دوستم ته د مارشلۍ د درجې په ورکولو  هم ټينګار شوی دی .

 ددغې موافقې په اساس به دمارشلۍ د درجې د ترلاسه کولو تر څنګ جنرال دوستم د  ملی امنیت دش ورا غړی هم  شي .

دافغانستان په پوځ کې  د مارشل درجه له جنرال څخه هم لا لوړه درجه ده  او دا یوازې  دوه ځله  پوځي مقام ته ورکړل شوې ده چې  د لومړي ځل لپاره  شاولی خان او  او دوهم ځل هم   محمد قسیم فهیم  ته ورکړل  شوي ده .