عبدالله وایی له جنرال باجوه سره مې لیدنه رغنده وه
ښاغلی عبدا... پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، افغان مشرانود سولې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره ټول اقدامات ترسره کړي دي، خو زیاته کړې یې ده په دې برخه کې د سیمې او په تېره بیا د پاکستان رول ډېر مهم دی.
دافغانستان د ملي مصالحې شورا مشر عبدالله وايي، د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه سره یې لیدنه رغنده وه.
ښاغلی عبدا... پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، افغان مشرانود سولې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره ټول اقدامات ترسره کړي دي، خو زیاته کړې یې ده په دې برخه کې د سیمې او په تېره بیا د پاکستان رول ډېر مهم دی.
تېره ورځ د پاکستان د پوځ مشر، د استخباراتو مشر او افغانستان لپاره د پاکستان د پوځ، استخباراتو او ملکي حکومت ګډ استازی کابل ته ورغلی او له افغان ولسمشر غني سره تر ناستو وروسته يې د مصالحې شورا له رئیس سره هم لیده کاته کړي دي.
ارګ وايي، په دغو لیدنو کې له سولې څخه د پاکستان ملاتړ او د یو بل پر ضد د خاورې نه کارېدلو باندې بحث شوی دی.
د عبدالله دفتر بیا وايي، له جنرال باجوه سره په اوربند او بین الافغاني مذاکراتو خبرې شوې دي.