د افغانستان کړکیچ پوځي حل لاره نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90672-د_افغانستان_کړکیچ_پوځي_حل_لاره_نه_لري
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له خبرو او سیاسي لارې په هیواد کښې د جنګ د ختمیدا او د کړکیچ د هواري پر اړتیا ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 11, 2020 04:38 Asia/Kabul
  • د افغانستان کړکیچ پوځي حل لاره نه لري

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له خبرو او سیاسي لارې په هیواد کښې د جنګ د ختمیدا او د کړکیچ د هواري پر اړتیا ټینګار وکړ .

هغه پرون په یوې (۱) خبر پاڼه کښې په افغانستان کښې د جنګ له ښکلیو خواو وغوښتل په هیواد  کښې د بې ثباتۍ د ختمیدا او د پایداره سولې د ټینګیدا لپاره د داخلي خبرو اترو د زر پیلیدا او د هغوې د بریالیتوب لپاره خپلې هڅې ګړندې کړي .

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي وویل پوځي عملیات د دغه هیواد د کړکیچ حل لاره نه ده .

له دې مخکې د افغانستان اوسني ولسمشر اشرف غني هم ویلي وو په هیواد کښې روان جنګ د خارجیانو لخوا د دوې د ګټو په لړ کښې د افغانستان په خلکو ورتپل شوی دی .

امریکا او ملګرو یې په ۲۰۰۱ میلادي کال کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغانستان د تامینولو په پلمه په افغانستان یرغل وکړ خو له دغه نیټې راهسې تراوسه نه یوازې د افغانستان مشکلات حل شوي نه دی بلکې په هیواد کښې ناامنۍ ، ترهګرۍ او د  نشه ییزو موادو تولید بیخي زیات شوی دی .

د افغانستان خلک او چارواکي له خپل هیواد څخه د امریکا په مشرۍ د ټولو بهرنیو عسکرو د وتلو غوښتونکي دي