صدیقي: د ۲ زره نورو طالبانو په خوشې کولو کې پرمختګ شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90851-صدیقي_د_۲_زره_نورو_طالبانو_په_خوشې_کولو_کې_پرمختګ_شوی
نوموړی وايي، د طالبانو د پاتې نورو بندیانو د خوشې کولو په اړه اقدامات روان دي، خو په مقابل کې یې حکومت تمه لري چې د دوی بندیان هم راخوشې کړای شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 19, 2020 00:56 Asia/Kabul
  • صدیقي: د ۲ زره نورو طالبانو په خوشې کولو کې پرمختګ شوی

نوموړی وايي، د طالبانو د پاتې نورو بندیانو د خوشې کولو په اړه اقدامات روان دي، خو په مقابل کې یې حکومت تمه لري چې د دوی بندیان هم راخوشې کړای شي.

 

افغان حکومت وايي، تر اوسه ۳۰۰۰ طالب بندیان له زندانونو خوشې شوي دي او د ۲ زره نورو طالبانو د خوشې کولو په اړه پرمختګ شوی دی.

د افغان  ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه خبریالانوته وویل، افغان حکومت غواړي د بندیانو په خوشې کېدو سره بین الافغانی مذاکرات پيل شي.

نوموړی وايي، د طالبانو د پاتې نورو بندیانو د خوشې کولو په اړه اقدامات روان دي، خو په مقابل کې یې حکومت تمه لري چې د دوی بندیان هم راخوشې کړای شي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، چې حکومت د دغو بندیانو د خوشې کولو په مقابل کې له طالبانو د پام وړ اورکم غواړي.