طالبانو له پاکستاني استازي سره لیدنه تایید کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90912-طالبانو_له_پاکستاني_استازي_سره_لیدنه_تایید_کړه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ویلي وو، صادق خان له طالب مشرانو سره په دوحه کې دوه ورځې پرله پسې لیدنې کړې دي او د سولې پر موضوع له ملا برادر او ملګرو سره یې غږیدلی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 21, 2020 08:13 Asia/Kabul
  • طالبانو له پاکستاني استازي سره لیدنه تایید کړه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ویلي وو، صادق خان له طالب مشرانو سره په دوحه کې دوه ورځې پرله پسې لیدنې کړې دي او د سولې پر موضوع له ملا برادر او ملګرو سره یې غږیدلی دی.

د افغان رسندویو له راپور سره سم  افغان طالبانو یوه ورځ وروسته له هغې د پاکستان د پوځ، ملکي حکومت او استخباراتو له ګډ ځانګړي استازي صادق خان سره د پټې لیدنې خبر تایید کړ چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یې خبر ورکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ویلي وو، صادق خان له طالب مشرانو سره په دوحه کې دوه ورځې پرله پسې لیدنې کړې دي او د سولې پر موضوع له ملا برادر او ملګرو سره یې غږیدلی دی.

اسلام اباد وایي، په دې لیدنو کتنو کې صادق خان کابل ته د جنرال باجوه د سفر په تړاو جزیات طالبانو ته ورکړي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې د سولې پروسه کې به د اسانتیاو رامنځته کولو ته دوام ورکړي، خو طالبانو چې دا لیدنه پټه ساتلې وه، نن یې د سیاسي دفتر ویاند په ډاګه کړې ده چې صادق خان له ملا عبدالغني برادر سره د افغان کډوالو او سوداګرو په ستونزو خبرې اترې کړې دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دغه لیدنه کې ملا برادر آخند له پاکستاني استازي سره د تورخم، سپین بولدک او غلام خان لارو کې د افغان کډوالو، سوداګرو او مسافرو ستونزې شریکې کړي او هغوی ته د سهولتونو رامنځ ته کېدو غوښتنه یې کړې ده.

شاهین زیاتوي، د کتنې په ترڅ کې دغه راز په راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو او دا چې د افغانستان امنیت او سوله د دواړو هېوادونو په ګټه ده، خبرې اترې شوې دي.