په غزني ولایت کښې دیارلسو وسلوالو مخالیفینو ته مرګ ژوبله اوښتې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i90932-په_غزني_ولایت_کښې_دیارلسو_وسلوالو_مخالیفینو_ته_مرګ_ژوبله_اوښتې
د غزنی ولایت سیمه ایز چارواکي وایي تېره شپه د دولت وسلوالو مخالیفینو د غزني ولایت ده یک ولسوالۍ په مقام ډله یز برید تر سره کړ چې د نښتو په نتيجه کښې وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 22, 2020 03:05 Asia/Kabul
  • په غزني ولایت کښې دیارلسو  وسلوالو مخالیفینو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزنی ولایت سیمه ایز چارواکي وایي تېره شپه د دولت وسلوالو مخالیفینو د غزني ولایت ده یک ولسوالۍ په مقام ډله یز برید تر سره کړ چې د نښتو په نتيجه کښې وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې .

د غزني ولایت د والی ویاند واحدالله جمعه زاده وایي چې دغې جګړې شا وخواه یو نیم ساعت دوام وکړ چې په نتيجه کې تنه وسله  وال ووژل شول او (۶) تنه نور ژوبل شول .

نوموړي وويل ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نده اوښتې یواځي یو سر تیرے پکي برسیرن زخمي شوے دے.

دیو بل خبر له مخې پرون د ورځي شا وخواه (۲:۰۰) بجي د ده یک ولسوالۍ ولسوال فضل الرحمن نظروال باندې د غزني ښار د خشک په سیمه کې د وسلوالو مخالیفینو له لوري برید شوی چې نوموړی له خپلو ساتوونکوسره ترې روغ وتلی .

وسله والو طالبانو د دواړو خبرونو په اړه رسنیو ته تر اوسه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه اونۍ وړاندې د ناپیژاندو وسله والو له لورې یو تن ملکي کس په ډزو ووژل شو.