د افغان حکومت د نسکورولو لپاره د امريکې هلې ځلې
د افغانستان د ولسي جرګې ځينو استازيو د دغه هېواد د حکومت د نسکورولو لپاره د امريکې د هلو ځلو خبر ورکړ.
په همدې لړ کښې د افغانستان د مشرانو په جرګه کښې د بدخشان استازې مېرمن نيلوفر ابراهيمي امريکنيان د دغه هېواد د حکومت د نسکورولو په تکل کښې دي او د موقته حکومت د تشکيلولو لپاره کوشش کوي.د سمنګان استازي ضياء الدين ضياء هم وويل، ځينې غواړي چې افغان حکومت د صلحې د بهير د شروع کولو په بهانه ناکامه کړي او موقته حکومت په اقتدار کښې راولي.
د افغانستان د مشرانو په جرګه کښې د خلقو د استازيو څرګندې او بې پرده څرګندونې د هغو ګواښونو د جدي کېدو ښودنه کوي چې د امريکې د سياستونو لخوا ورسره د افغانستان حکومت او خلق مخامخ شوي دي. امريکې چې د خپل د تاريخ ترټولو اوږد جنګ کښې څه کاميابي نه ده لرلې د خپل هدف د توجيه لپاره چې د افغانستان له جبې څخه بهر وتل دي له هرې وسيلې څخه استفاده کړې ده.
په همدې لړ کښې امريکې د دوحې په خبرو اترو کښې د خپل مقابل لوري غوښتنې ته د غاړې په اېښودو سره په کابل کښې د مرکزي حکومت نسکورولو ته مخه کړې ده چې له دغو ډلو سره سره په افغانستان کښې د نوي او پراخ بنسټه حکومت د تشکيلولو لپاره زمينه برابره کړي.
له دې مخکښې د امريکې د حکومت استازيو په ځلونو په افغانستان کښې د موقته حکومت د تشکيلولو آئيډيا وړاندې کړې وه چې د کابل د حکومت له غبرګون سره مخامخ شوې وه. اوس هم د هغو مشکلاتو او خنډونو باوجود چې د بين الافغاني خبرو اترو په لاره کښې راڅرګند شوي دي، دغه آئيډيا يو ځل بيا د امريکې او طالب ډلې د مېز د پاسه راوړلې شوې ده.
د امريکې د چارواکو دغه تګلاره د تندلاري بهير او د هغه د سيمه ايزو او له سيمې د وراخوا ملاتړو غېرمنطقي غوښتنې ته له غاړې اېښودلو نه بغېر څه نه دي.په دې اړه د افغانستان په چارو کښې د امريکې د استازي زلمی خليلزاد څرګندونې چې «دښمنان د افغانستان د صلحې په چلند کښې د ځنډ راوستلو او خرابولو لپاره کوششونه کوي.» د دې حقيقت ښودنه کوي چې سپينه ماڼۍ په څرګنده او پټه توګه په افغانستان کښې د صلحې په لاره کښې له خنډ اچولو څخه د طالبانو د بري کولو لپاره په کوشش کښې ده.
امريکه په داسې حال کښې په افغانستان کښې د تش په نامه صلحې په خوب ليدو کښې د دغه هېواد د حکومت د نسکورولو لپاره کوشش کوي چې د افغانستان د امنيتي ځواکونو د رپوټونو له مخې له ډېرو سختو ترهه ګريزو حملو سره مخامخ دے.د افغانستان د ملي امنيت شورا د تېر ګل ورځ په تېرو نولسو کلونو کښې د دغه هېواد د امنيتي ځواکونو لپاره ترټولو مرګونې هفته وه. په دغه هفته کښې د وسله والو ډلو په حملو کښې دوه سوه يونوي امنيتي ځواکونه ووژل شول.
په داسې يوه فضاء کښې پوښتنه دا ده چې که د امريکې اصلي مقصد په افغانستان کښې صلح ده نو ولې د حکومت نسکورولو لپاره د هلو ځلو په ځاے د حکومتي ځواکونو په خلاف د حملو بندولو ته د طالب ډلې د راضي کولو يا د دوحې د وروستۍ موافقې د خلاف ورزۍ د ختمولو لپاره ګام نه پورته کوي؟
دغې پوښتنې ته د افغانستان د بزرګانو، چارواکو او روشنفکرانو ځواب معلوم دے او هغه دا چې امريکه په افغانستان کښې د صلحې د رامنځته کولو لپاره د کوششونو په ځاےپه دغه هېواد کښې د ناارامۍ او بحران د مديريت په لټه کښې ده.
په دې يوهېدل چې ولې د افغانستان بدلونونه د دغه هېواد له قبضې نه تقريباً شل کاله پس په دې ځاے ختم شول دومره ګرانه چاره نه ده. امريکه که څه هم ادعا کوي چې غواړي له افغانستان اوځي خو وروستي هدف يې په سيمه او په خاصه توګه جنوبي اېشيا کښې د اوږدې مودې لپاره پاتې کېدل دي.
په همدې لړ کښې د امريکې د اوسنيو چارواکو په خاصه توګه د زلمي خليلزاد تصور دا دے چې په سيمه کښې د امريکې د شتون دوام به په افغانستان کښې د اقتدار بهير ته د طالبانو د ننوتلو په صورت کښې کم لګښت وي.
له همدې امله دي چې امريکه کوشش کوي چې په خپل اند په افغانستان کښې يو موقته حکومت جوړ کړي چې دغه حکومت د نوو انتخاباتو کولو لپاره زمينه برابره کړي. دا په داسې حال کښې دي چې د حکومت څنګته کول به د افغانستان او ټولې سيمې لپاره زيانمنونکي عواقب او نتائج ولري.
-------