کابل سره نزدې په فوځي پوستو د طالبانو حمله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91066-کابل_سره_نزدې_په_فوځي_پوستو_د_طالبانو_حمله
طالب ځواکونو کابل په خواوشا کښې د افغان فوځيانو په پوستو حمله وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 27, 2020 01:13 Asia/Kabul
  • کابل سره نزدې په فوځي پوستو د طالبانو حمله

طالب ځواکونو کابل په خواوشا کښې د افغان فوځيانو په پوستو حمله وکړه.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان د دفاع د وزارت مرستيال وياند فواد امان وويل: طالب ځواکونو پرون د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کښې د افغان فوځيانو په پوستو حمله وکړه چې له امله يې له افغان ځواکونو سره نښته رامنځته شوه.

د دغه رپوټ له مخې په دغه نښته کښې نهه طالبان ووژل شول او لس نور هم ژوبل شول.

دغه رپوټ په دغه نښته کښې د افغان فوځيانو احتمالي سرتاوانونو ته څه اشاره نه ده کړې.