د نيويارک ټائمز ورځپاڼې د ادعا په اړه د طالبانو غبرګون
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91103-د_نيويارک_ټائمز_ورځپاڼې_د_ادعا_په_اړه_د_طالبانو_غبرګون
د طالب ډلې وياند د امريکائي ځواکونو د وژلې په بدله کښې له روسيې څخه د دغې ډلې د مالي مرستې حاصلولو په اړه د يوې امريکائي ورځپاڼې د رپوټ په ردولو سره وويل: د طالبانو جنګ د بهرنيو هېوادونو او استخباراتي ادارو له مرستو سره وابسته نه دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 28, 2020 08:23 Asia/Kabul
  • د نيويارک ټائمز ورځپاڼې د ادعا په اړه د طالبانو غبرګون

د طالب ډلې وياند د امريکائي ځواکونو د وژلې په بدله کښې له روسيې څخه د دغې ډلې د مالي مرستې حاصلولو په اړه د يوې امريکائي ورځپاڼې د رپوټ په ردولو سره وويل: د طالبانو جنګ د بهرنيو هېوادونو او استخباراتي ادارو له مرستو سره وابسته نه دے.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې طالب ډلې نن په افغانستان کښې د امريکې او نېټو د ځواکونو د وژلې په بدله کښې له روسيې  څخه د انعام او مرستو د حاصلولو په اړه د نيويارک ټائمز ورځپاڼې رپوټ رد کړ.

ذبيح ا... مجاهد د دغې ادعا په ردعمل  کښې  وليکل: د دغې ډلې نولس کلنه مبارزه د هيڅ يو بهرني هېواد يا استخباراتي ادارې د مرستو احسانمنه نه ده او طالبان د خپلو اهدافو په تشخيص کښې هيچا ته ضرورت نه لري.

ذبيح ا... دې ته په اشارې سره چې د دا ډول پروپېګنډو مقصد دا دے چې له افغانستانه د امريکائي ځواکونو د وتلو په وړاندې يو خنډ رامنځته شي، وويل: طالبان د افغانستان خلقو او ټولې نړۍ ته دا اطمينان ورکوي چې د هيچا د لاس ګوډاګي نه دي او د نورو د مقاصدو لپاره کار نه کوي.

هغه همدارنګ تاکيد وکړ چې د دا ډول پروپېګنډې به د دغې ډلې په موقف هيڅ اثر ونه کړي او طالبان د قطر د موافقه ليک په اړه ژمن دي او د هغه د عملي کېدو په صورت کښې به په افغانستان کښې صلح ټينګه شي.