د افغانستان په لوګر ولایت د هوان بریدونه شوي
طلوع نیوز خبري اژانس راپور ورکړ لوګر ولایت ته د افغانستان د ولسمشر اشرف غني له سفر سره په یوخت د دغه ولایت په مرکز د هوان برید وشو .
د افغانستان ولسمشر اشرف غني پرون له یوشمیر حکومتي چارواکو سره یوځاې د خپل زیږنځای لوګر ولایت په امنیتي حالاتو د غور کولو په حال کښې وو چې د دغه ولایت په مرکز پل علم باندې د هوان اته (۸) ډزې وشوې .
د لوګر ولایت وسیدونکو وویل د ولسمشر اشرف غني د هیلي کوپټر د الوت په وخت د غونډې ځاې ته نږدې د هوان ګولې وغورځیدلې .
تراوسه د هوان د دغو ډزو له کبله د مرګ ژوبلو او د تاوانونو د رسیدا په هکله کوم راپور نه دی خپور شوی .
د افغانستان ولسمشر اشرف غني په لوګر ولایت کښې وویل په دغه ولایت کښې په امنیتي کمزورتیاو به زر غور وشي .
د لوګر ولایت یوشمیر وسیدونکو د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په چټي ژمنو باندې نیوکې سره وویل لوګر ته د اشرف غني تیرو سفرونو هیڅ مثبته نتیجه نه ده لرلي .
د لوګر ولایت یوه (۱) مشر سید فرهاد اکبري وویل لوګر ولایت ته د ولسمشر اشرف غني راتللو یوازې دغه مرسته وکړه چې په ښار د هوان اته (۸) ګولې وویشتل شوې .