د افغانستان سیاسي فعال د امریکا شیطنت وغاند
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91212-د_افغانستان_سیاسي_فعال_د_امریکا_شیطنت_وغاند
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د اوا خبري اژانس مشر او سیاسي فعال حسیني مزاري په دغه هیواد کښې د شیعه مسلمانانو دشمیر په هکله د امریکا وروستي شیطنت ته غبرګون وښود .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 03, 2020 08:30 Asia/Kabul
  • د افغانستان سیاسي فعال د امریکا شیطنت وغاند

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د اوا خبري اژانس مشر او سیاسي فعال حسیني مزاري په دغه هیواد کښې د شیعه مسلمانانو دشمیر په هکله د امریکا وروستي شیطنت ته غبرګون وښود .

هغه نن د افغانستان د شیعه مسلمانانو د شمیر د کمولو په هکله د امریکا وروستۍ دسیسه لاسوهونکی اقدام وباله او هغه یې وغندله .

حسیني مزاري وویل امریکا په دغه دسیسې او خلکو ته د دوکې په ورکولو سره نیت لري د افغانستان د  قومونو ترمینځ اختلاف او تفرقه واچوي او له طالبانو ډلې سره د افغانانو د سولې خبرې اترې چې همداواس یې پرمختګ کړی دی بې لارې کړي .

هغه په دې خبرې سره چې د افغانستان د شیعه مسلمانانو شمیر د امریکا لخوا له اعلان شوي شمیر څخه په کراتو زیات دی وویل د هیواد خلک باید هوښیار ووسي او د پردیو په تیره بیا د امریکا په لومو کښې ښکیل نشي او د واشنګټن د هر ډول کړچار په هکله حساس ووسي نه یوازې د امریکا کړچار خیرغواړي ونه ګڼي بلکې په شک سره ورته وګوري .

د امریکا خارجه وزارت څه موده مخکې ویلي وو چې په افغانستان کښې د شیعه مسلمانانو شمیر له لسو(۱۰) تر پینځلسو (۱۵) فیصدو پورې دی.

د افغانستان چارواکو، سیاسي او مذهي شخصیتونو او ګوندونو د امریکا دغه شیطنت ته پراغ غبرګون ښودلی دی .